م. م د پایلو ځنډېدل د کړکېچ پیلېدو لامل بولي

یان کوبیش د انځور حقوق UNAM
Image caption یان کوبیش دا هم ویلي، د پایلو د نه اعلانېدو لپاره د نېټې نه ټاکل هېواد له کړکېچ سره مخامخولی شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي، که څه هم تر اوسه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ سیاسي هوکړه نه ده شوې، خو د کړکېچ د هواري لپاره د ملي یووالي حکومت جوړېدل غوره لار ده.

یان کوبیش دا څرګندونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له کابله د پخپل وېډیويي راپور وړاندې کولو پرمهال کړې دي.

نوموړي ویلي، د ملي یووالي له حکومت پرته نورې لارې غوره کول له اساسي قانون په ډاګه سرغړونه ده:

"له دې به بله ښه لار نه وي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د اعلان شوي انتخابي ولسمشر تر مشرۍ لاندې او اجراییوي رییس سره په ګډه د ملي یووالي حکومت جوړ شي او نورې لارې به له قوي خطر سره مخ وي یا به هم د هېواد اساسي قانون تر پښو لاندې شي".

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په تیلېفوني خبرو کې دواړه نوماندان د ملي یووالي حکومت جوړولو ته هڅولي وو.

بیا وروسته، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو پر سر راټوکېدلې لانجې په سياسي چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيال جيفري فلټمن پښه تر کابله وڅکوله.

یان کوبیش دا هم ویلي، په افغانستان کې نوی حکومت ژر جوړېدل دې ته لاره هواروي، چې له دغه هېواد سره نړیوال خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي دیپلومات ویلي، چې د روان سیاسي کړکېچ له کبله د افغانستان اقتصاد ته زیان اوښتی او د حکومت په ملي عوایدو کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی.

Image caption په پام کې ده، چې د جمعې په ورځ پخواني جهادي مشران او د درې ګونو قوو مشران له دواړو نوماندانو سره وګوري.

د افغانستان د مالیې وزارت هم ویلي، چې د ټاکنیزو لانجو د اوږدېدو له کبله په ملي عوایدو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

یان کوبیش وايي: "په تېرو میاشتو کې نړیوال پوځي ځواکونه له افغانستان څخه کمیږي په داسې حال کې چې د هغوی جنګي ماموریت د روان کال په پای کې پایته رسیږي او افغان امنیتي ځواکونه د هېواد ټول امنیتي مسوولیتونه پرغاړه اخلي".

یان کوبیش دا هم ویلي، د پایلو د نه اعلانېدو لپاره د نېټې نه ټاکل هېواد له کړکېچ سره مخامخولی شي:

"که چېرې د پایلو د اعلان لپاره د نېټې د ټاکلو په اړه موافقه ونه شي، یو نوی پړاو به رامنځ ته چې ان د کړکېچ په ګډون یو ناڅرګند حالت به رامنځ ته شي. "

نوموړي ویلي، د ټاکنیزې لانجې اوږدېدل د حکومت وسله والو مخالفانو ته د بریدونو د ډېرولو او ناامنیو جوړولو زړه ورکړی دی.

دی وايي، وسله وال د افغانستان د بېلابېلو برخو نیولو هڅه کوي، چې د جګړې او ناامنیو زیان ولسي وګړو ته رسېږي.

وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په اوږدو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۱۵ سلنه ډېره شوې ده.

د یاد راپور پربنسټ، د روان کال په اتو میاشتو کې تر ۲۳۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوی او تر ۴۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

یان کوبیش ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه به یې دا وروستۍ وینا ده.

نوموړی د ۲۰۱۲ له جنورۍ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) مشري کوي.

د ملګرو ملتونو دغه استازي پر داسې مهال امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړی، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشر عبدالستار سعادت د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی خپل کار بشپړ کړی او د کار پایلې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږلې دي.

د انځور حقوق UNAMA
Image caption یان کوبیش وايي دا به یې افغانستان کې د یونما د مشر په توګه وروستۍ وینا وي.

دغه کمېسيون وايي د دويم پړاو ټاکنو په تړاو د شويو ټولو شکايتونو څېړنه پای ته رسېدلې ده.

ښاغلي سعادت وویل د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوی د کار پر پایلو د اعتراض لپاره ۲۴ ساعته وخت لري.

بل خوا جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو د ټاکنو د بهیر د اوږدېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په دې تړاو د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو په ګډون د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې غونډه وشوه.

پریکړه وشوه چې په غونډه کې حاضر مشران دې له دواړو کاندیدانو سره وګوري او یوې چټکې نتیجې ته د رسېدو لپاره دې له هغوی سره همکاري وکړي.

ورته مطالب