ټاکنیز کمیسیون: وروستۍ پایلې پر یکشنبې اعلانوو

نور محمد نور
Image caption نور محمد نور وویل: "د اساسي قانون او ټاکنیز قانون پربنسټ د ټاکنیز کمیسیون د واکونه مشخص دي: د ټاکنو ترسره کول او د پایلو اعلانول."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې سبا (یکشبنې/ وږی ۳۰) په رسمي توګه اعلانوي.

ددغه کمیسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته وویل، د وروستیو پایلو د اعلان په تړاو چارې پای ته رسېدونکې دي او نن کمیسیون پرېکړه وکړه چې د دویم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې باید اعلان شي.

ټاکنیز کمیسیون دا پرېکړه داسې مهال کړې، چې د ټاکنو دواړه نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله له ولسمشر کرزي او ځینو مخکنیو جهادي مشرانو سره په ارګ کې د ملي يووالي د حکومت جوړولو او د پایلو د اعلان د څرنګوالي په اړه په خبرو بوخت دي.

تېره ورځ، د دواړو نوماندانو ټاکنیزو ډلو ویلي وو، چې ترمنځ یې لوی اختلافات حل شوي، او یوازې د ټاکنو د پایلو د اعلان پر سر کومې څرګندې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند وايي، کمیسیون د دواړو نوماندانو ترمنځ د خبرو د ښو پایلو په تمه دی.

نور محمد نور وویل: "د اساسي قانون او ټاکنیز قانون پربنسټ د ټاکنیز کمیسیون د مشر واکونه مشخص دي: د ټاکنو ترسره کول او د پایلو اعلانول."

هغه دا هم وویل، چې "کمیسیون هیله لري چې تر اوسه د دواړو نوماندانو ترمنځ بحثونو پایله ورکړې وي، نور کمیسیون د پایلو ځنډېدو ته نه شي تم کېدلی."

د انځور حقوق Arg
Image caption په ارګ کې د نوماندانو، کرزي او پخواني جهادي مشرانو ګډه غونډه پر دویمه ورځ هم دوام لري.

پر همدې مهال، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لویې جرګې په خیمه کې د سولې د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو د درېیم تلین په پلمه په جوړو شویو مراسمو کې وویل، هیله یې دا ده چې له دواړو کاندیدانو سره ګډه غونډه د دواړو ترمنځ موجوده ستونزې حل کړي.

نوموړي په دغو مراسمو کې خپلې خبرې له همدې کبله رالنډې کړې، چې له کاندیدانو سره یې غونډه څرګنده پایله ورکړي.

وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي یان کوبیش استازي ویلي وو، که چېرې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره پر نېټې هوکړه ونه شي، " شاید یو داسې ناڅرګند وضعیت به راشي چې آن د کړکېچ د پیلېدو امکان به پکې وي."

ورته مطالب