د هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه غبرګونونه

د انځور حقوق
Image caption اشرف غني او عبدالله د کرزي او نورو افغان سیاستوالو په حضور کې د ملي یووالي حکومت جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ د "ملي یووالي حکومت" جوړولو لپاره د هوکړه لیک تر لاسلیکولو وروسته په کورنۍ او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي.

حامد کرزی

په لومړي غبرګون کې ولسمشر حامد کرزي دواړو کاندیدانو ته مبارکي ویلې او له دواړو کاندیدانو یې غوښتي، چې د افغانانو هیلې پوره کړي.

ملګري ملتونه

بل خوا، د ملګرو ملتونو سازمان هم ددغې هوکړې هرکلی کړی او دا هوکړه یې د ثبات پر لور د هېواد د بېولو لپاره یو "مهم ګام" بللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر یان کوبیش، چې د دغه تړون په رامنځ ته کېدو یې منډې ترړې هم کړې، په یوه اعلامیه کې ویلي، "د تېرو میاشتو ناڅرګند حالت د افغانستان امنیت، اقتصاد او حکومت والۍ ته لوی زیان اړولی. د هېواد په خاطر، همدا د ملي یووالي د حکومت جوړولو د هوکړې ژر عملي کولو وخت دی."

ملګرو ملتونو ژمنه کړې، په افغانستان کې به د نوي حکومت ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

ناټو

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن په دې حساس وخت کې د تړون لاسلیکېدل د دواړو کاندیدانو د ژمنو پوره کولو په مانا بللي.

راسموسن له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله غوښتي، چې د خپلې ریښتینې همکارۍ د عملي کولو لپاره خپل مسؤولیتونه سرته ورسوي.

نوموړي د ټاکنیزو پایلو د ژر اعلانېدو، د نوي ولسمشر او د اجرایوي مشر د لوړې ترسره کېدو، او له امریکا او ناټو سره د همکارۍ او امنیتي تړون د ژر ترسره کېدو هیله ښودلې.

سپینه ماڼۍ

د امریکا سپینې ماڼۍ هم پخپل غبرګون کې د ټاکنیز کړکېچ د هواري او د ملي یووالي حکومت جوړېدو لپاره د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ ددغه هوکړه لیک لاسلیکېدل ستایلي دي.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې دغه هوکړه لیک د تېر ټاکنیز کړکېچ پای ته رسول ښودل شوي او د روښانه راتلونکي پر لور د باور ټینګېدو کې یې مهم بللی.

امریکا وايي، ددغه هوکړه لیک ملاتړ یې کړي، او له راتلونکې ادارې سره یې د ښېرازۍ لپاره د کار کولو چمتووالی ښودلی.

په اعلامیه کې پر ټولو افغان سیاستوال، عالمانو، د مدني ټولنې پر مشرانو او ټولو افغانانو ددغه هوکړه لیک د ملاتړ کولو غږ شوی دی.

سپینه ماڼۍ وايي، د ټاکنو د وروستۍ پایلې اعلانېدو، د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ترسره کېدو، او د اجراییوي مشر د ټاکل کېدو په تمه ده.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې له افغانستان سره د همکارۍ د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکېدا په تمه او په دغه هېواد کې د ثبات راتلو هیله لري.

بریتانیا

بل خوا، د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ددغه هوکړه لیک پر هرکلي سربېره ویلي

"برتانیا د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ د ملي یووالي د دولت د جوړولو په موخه د موافقې هرکلی کوي. د نوموړې موافقې سره به په افغانستان کې نامعلوم سیاسي حالت پای ته ورسیږي او د واک سوله ییز او ډیموکراټیک لېږد ته به لار هواره شي. برتانیا افغانستان سره همکاریو ته ژمنه ده. مونږ هیله لرو چې د افغانستان د نوي دولت سره کار وکړو تر څو افغانان د یو نېکمرغه او سوله ییز راتلونکي نه چې دوی یې مستحق دي، برخمن شي."

په کابل کې د بریتانیا سفیر کنینګهام هم دواړو کاندیدانو ته د دغه تړون د لاسلیکولو په اړه مبارکي ورکړې ده.

د بریتانیا د سفارت له خوا په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د یوه داسې ګډ سیاست او یوه پیاوړي او قانوني حکومت رامنځ ته کول ژمنه کړې، چې ټول افغانان پکې خپل ځان ویني او سیاسي سیالي پر همکارۍ واوړي.

برتانوي سفیر ویلي، د راتلونکي حکومت په چوکاټ کې به د امنیتي ځواکونو، حکومتي بنسټونو او اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

پاکستان

د ګاونډي هېواد پاکستان حکومت هم د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ د ملي یووالي حکومت جوړولو پر سر د سلا کېدو هر کلی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې پاکستان تل د باثباته افغانستان او هلته په دیموکراتیک ډول د واک د انتقال ملاتړ کړی.

د پاکستان حکومت د دواړو نوماندانو تر منځ د موافقې لاسلیکول یو مثبت پرمختګ بللی او دواړو نوماندانو او ټول افغان ولس ته یې مبارکي ویلې.

ورته مطالب