شننه: داشرف غني او عبدالله ګډ کار

د انځور حقوق AP
Image caption ځيني شنونکي د اړتيا له مخې د کيدونکو معاملو له کبله وار دمخه دا يو نااغيزمن حکومت بولي

د ټاکنو د نتيجو د اعلان او د ملي يووالي د حکومت د جوړېدو په برخه کې د شوې هوکړې څخه وروسته هغه اوږد جنجال پاى ته ورسيد چې څوک به د ولسمشر کرزي ځاى نيسي.

اشرف غني به د ولسمشر په توگه د يوه ايتلافي دولت او اجراييه ريس سره کار کوي چې د عبدالله عبدالله له لوري به معرفي کېږي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال ډيوېډلاين د افغانستان نوي ولسمشر او د حکومتولۍ لپاره دهغه پر امکاناتو دغه شننه کړې ده: اشرف غني يو تکنوکرات دى، چې دامريکا په پوهنتونو کې يې زده کړه کړې ده.

هغه پخوا د ښيرازۍ پر لوري د تگ لپاره د نړۍ نورو ناکامو هېوادونو ته مشورې ورکړې او د خپل ټاټوبي لپاره هم سترپلانونه لري.

نړېوالې ټولنې د هغه له ټاکل کېدو هرکلى وکړ.

دى به ډېر ژر له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي چې ولسمشر حامد کرزي رد کړ.

دغه تړون به بهرنيو عسکرو ته دا شونې کړي چې د دې کال تر پاى وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

خو اشرف غني د ټاکنيز کمپاين پرمهال ماته وويل، چې د فساد په شان د افغانستان ستونزې په چټکۍ سره نه شي هوارېدلاى.

هغه وويل، فساد به په يوه ورځ له منځه لاړ نه شي خو پنځه کاله وروسته به تاسو په بشپړ ډول يوبل افغانستان وگورئ.

خو دغلته ځيني شنونکي د اړتيا له مخې د کيدونکو معاملو له کبله وار دمخه دا يو نااغيزمن حکومت بولي. ښاغلي غني آن د ټاکنو د گټلو لپاره د ١٩٨٠ کلونو يو ترټولو مشهور جنگسالار جنرال عبدالرشيد دوستم د خپل لومړي مرستيال په توگه غوره کړ، او په ايتلافي حکومت کې د اصلاحاتو پلي کول چې دى يې غواړي ډېره به گرانه وي.

ورته مطالب