کرزي د امریکا او پاکستان د سولې پر هڅو شک وښود

د انځور حقوق
Image caption کرزي وویل له امریکا سره داسې اړیکي او ملګرتیا غواړي، چې د افغانستان ګټې پکې خوندي وي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د خدای پامانۍ په جوړو شویو مراسمو کې د امریکا او پاکستان له لوري د سولې د هڅو په اړ شک وښود، او روانه جګړه یې د پردیو د ګټو خوندي کولو لپاره وبلله.

تلونکي ولسمشر وویل، پاکستان په ګاونډي افغانستان کې د سولې راتلو لپاره دوه شرطونه پوره کېدل غواړي.

که څه هم نوموړي وویل، د پاکستان ملکي اداره افغانستان کې سوله غواړي، خو اشاره یې پوځ او څارګرې ادارې ته وه، چې سولې ته یې نه پرېږدي.

حامد کرزي وویل، د ولسمشر په توګه یې په تېرو کلونو کې پاکستان ته د سولې لپاره ۲۰ ځلې سفرونه وکړل، خو په وینا یې هېڅ پایله یې ورنه کړه: "۲۰ ځلې پاکستان ته ولاړم، د سولې هڅې مو بیخي ډېرې وکړې، هېڅ پایله یې ورنه کړه، دلیل یې دا و چې: امریکا دا سوله نه غوښته، خپل اهداف یې غوښتل، پاکستان هم د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پېژندل غوښتل، چې موږ هغه ته حاضر نه وو، دویم یې د افغاسنتان د بهرني سیاست کنټرول غوښت، چې هغه هم ته موږ هېڅکله چمتو نه یو."

"روانه جګړه د افغانانو نه ده، د پردیو ده، موږ پکې قربانیان یو. تر هغو پورې به سوله رانه شي، چې امریکا نه وي غوښتې. پاکستان کې ملکي واکمنان ملکي اداره او حکومت یې هم له هند او هم له افغانستان سره روغه جوړه او سوله غواړي، خو نه پرېښودل کېږي. پاکستان کې چې نن څه روان دي، دا ټول د پاکستان د ننه د بهرنيو لاسوهنو زیږنده دي."

د سولې لپاره شرط

حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو له مخکنۍ مشورتې لویې جرګې جوړېدو وروسته د تړون نه لاسلیکولو لامل د سولې د هڅو پر پیلولو پورې تړلی وباله، چې په وینا یې امریکا یې شرط بابیزه وګاڼه:

"موږ په لویه جرګه کې پر امریکا غږ وکړ، که سوله کوئ، امنیتي تړون لاسلیکوم، که نه وي، نه یې کوم، ګڼو حکومتي چارواکو مخالفت راسره وکړ."

کرزي وویل، له امریکا سره د ملګرتیا او اړیکو پرېښودو غوښتونکی نه دی، بلکې داسې اړیکي او ملګرتیا غواړي، چې د افغانستان ګټې پکې خوندي وي:

"له امریکا سره ملګرتیا غواړو اړیکي غواړو، خو امریکا له افغانستان سره د ریښتینولۍ لاره نه ده نیولې، افغانستان هغه مهال د امریکا دوست کېږي، چې ددوی خبرې او عمل سره یو وي."

نوموړي پخپلو اوږدو خبرو کې وویل، په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان د سولې تېرې هڅې ځکه ناکامې وې، چې په وینا یې "د هېواد سوله راتلل پر امریکا او پاکستان پورې تړلي دي:

"زه د افغاستان سوله په امریکا او پاکستان پورې تړلې بولم، که امریکا او پاکستان وغواړي، افغانستان کې سوله راځي، جنګ د افغانان ترمنځ نه دی، جګړه ددې خاورې د خلکو ترمنځ نه ده، بلکې د پردو د اهدافو لپاره ده، چې په دواړو کې افغانان قرباني کېږي."

حامد کرزي پر راتلونکي حکومت غږ وکړي، چې له امریکا او لوېدیځ سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

د انځور حقوق ARG
Image caption له کابینې سره د حامد کرزي یادګاري انځور.

نوموړي وویل "کله چې ډاکتر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پخپلو کې سره جوړ شول، د ملي یووالي د حکومت جوړولو هوکړه یې وکړه او د ټاکنو کمیسیون وروستۍ پایلې اعلان کړې، ما سم لاسي اشرف غني ته تیلیفون وکړ چې ارګ ورته تیار دی، خدای دې راوله، پرون ماښام مې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته میېلمه کړ، زه به خپل کور تر پنجشنبې او جمعې پورې ورخالي کوم، ډاکتر عبدالله عبدالله ته مې هم تیلیفون وکړ نن مازدیګر له هغه سره هم خبرې لرم."

حامد کرزي، په تېرو ۱۴ کلونو کې د شویو پرمختګونو او له نړیوالو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې شویو پرمختګونو ته هم اشاره وکړه.

په پای کې حامد کرزي ته د سیمه ییزو ارګانونو او چارو د ادارې له خوا، چپه، لونګۍ او ستاینلیک ورکړل شول، خو نوموړي ډالۍ شوې لونګۍ خپل لومړي مرستیال محمد یونس قانوني او چپنه دویم مرستیال کریم خلیلي ته ورکړه.

حامد کرزي وویل، سبا (چارشنبې) نوی ولسمشر او اجراییوي مشر د کابینې غونډې ته راځي او له کابینې به عمومي راپور واوري.

ورته مطالب