دایکنډي کې سړي د خپلې ښځې پزه پرې کړې

د انځور حقوق b
Image caption د دغې ښځې مېړه د خپلې يوې بلې ښځې په زندۍ کولو هم تورن دى

د دايکندي چارواکي وايي، هغه سړی چې د خپلې ښځې پوزه يې پرې کړې ده داسې يو ځاى ته په تېښته بريالى شوى چې چارواکي ورته لاسرسى نه لري.

دغه سړی د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکى دى او تر يوې لفظي شخړې وروسته يې د خپلې مېرمنې پوزه پرې کړه او هغه يې يوه اونۍ په کور کې بنده کړې وه.

د دايکندي ولايت مرستيال والي بي بي سي ته وويل، چې دغه سړى د خپلې يوې بلې ښځې په زندۍ کولو هم تورن دى.

دا څووم ځل دى چې په افغانستان کې د مېرمنو شونډې، پزې او يا غوږونه د کورني تاوتريخوالي له امله د دوى د مېړونو له لوري پرې کېږي.

د دايکندي مرستيال والي حبيب الله رادمنش بي بي سي ته وويل، چې دغه سړى د خپلې لومړنۍ ښځې پر وژنه هم تورن دى.

که څه هم کره شمېرې نشته خو تېرکال افغان حکومت د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا څلورزره او پينځه سوه پېښې ثبت کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي، داوړ پېښې په بېله بڼه نه ثبتوي مګر مني چې د غوږونو، پزو او شونډو دپرېکولو پېښې زياتې شوې دي.

د ياد کميسيون وياند رفيع الله بيدار بي بي سي ته وويل، د دوى د پلټنو ترمخه په تېرو کلونو کې د کورني تاوتريخوالي پېښې د دوديزو اغېزو له امله پټې پاتې شوي دي.

يوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي پېښې چې غوږونه، پزې او شونډې په کې پرې کېږي په افغانستان کې ډیرې تازه او نوې دي.

افغان کارپوه نصيراحمد فرهمند وايي، په افغانستان کې چټک ټولنيز بدلونونه او د ټولنيزې خواخوږۍ نشتوالى د دې لامل ګرځېدلى چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نوى رنګ واخلي.

ډېرى ټولنپوهان په دې باور دي تر هغې چې عدلي او قضايي ارګانونه د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي په دسيسو کې جديت ونه ښيي د دې وېره شته چې داوړ پېښې په ورځنيو عادي چارو بدلې شي.

ورته مطالب