غني: افغانستان باید د نړیوالې سوداګرۍ مرکز شي

اشرف غني احمدزی د انځور حقوق Reuters
Image caption د روان سپتمبر پر ۱۹ اشرف غني احمدزی د افغانستان ولسمشر اعلان شو.

د افغانستان نوي ولسمشر ارګ ته له ورتلو وړاندې د اقتصادي وضعيت ښه کېدل او د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدل خپل کاري لومړيتوبونه اعلان کړل.

اشرف غني احمدزي چې په رسمي ډول يې لا کار نه دی پيل کړی د افغانستان د ترک تبارانو د استازو په يوه غونډه کې اعلان وکړ، چې هېواد به د سوداګرۍ او پانګونې په مرکز واړوي.

ده له کورنيو سوداګرو او بهرنيو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې وايي، ښاغلي احمدزي په ټينګه وويل چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي دی او هغوی ته يې خبرداری ورکړ، چې په فساد کې لاس لري.

له خپل ځانه ګیله

خو ښاغلي غني له فساد سره له ټينګې مبارزې پرته دغه هدف ته رسېدل ناشونی وباله، ويې ويل د فساد پر وړاندې جدي دی او له هغه هغو سره يې د سخت چلند يادونه وکړه چې په فساد کې ښکېل وي:

"د اداري فساد له مخنيوي پرته بله لار نه شته او له همدې امله زموږ د ارادې په اړه بايد څوک شک و نه لري. تېر په تېر، خو له هغې ورځې چې موږ راغلي يو او تاسو په اداري فساد کې لاس وواهه بيا له خپل ځانه ګيله کوئ، نه له موږ نه".

د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د امنيت ټينګښت او سولې ته رسېدل د خپل حکومت دوه نور لومړيتوبونه ياد کړل، چې په خبره يې يو له بل سره تړلي دي.

ده وويل تر هغه چې امنيت ټينګ نه شي او فساد ورک نه شي په افغانستان کې پانګونه نه کېږي او نه به هم خلک پر حکومت باور وکړي.

د امنيت تامينول او فساد دوه هغه شيان دي، چې ولسمشر حامد کرزي و نه شو کړای په تېره ۱۳ کلنه دوره کې يې مخه ونيسي او دې د هغه پر حکومت د خلکو باور پيکه کړی و.

ورته مطالب