د لوړې مراسم او د کابل امنیت

د انځور حقوق AP
Image caption د امنیت د ټینګښت سره سره نن په کابل کې ارګ ته ورڅیرمه یوه نښلول شوي بم یو کس ټپي کړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو په موخه ېې کابل کې امنیت تر پخوا نور ټینګ کړی.

د مراسمو سمبالونکي وايي ۱۴۰۰ میلمانه ېې رابللي چې ۲۰۰ ېې بهرني دي.

د امنیت د ټینګښت سره سره نن په کابل کې ارګ ته ورڅیرمه یوه نښلول شوي بم یو کس ټپي کړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي دغې چاودني د دستور پر چاپیریال څه اغیز نه دی کړی.

افغان دولت د امنیت د ټینګښت او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د ښه تر سره کیدو په موخه د دوشنبې ورځ په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایی په ښار کې ېې اضافي سرتیري ګومارلي او تر پخوا ېې پلټنې سختې کړي.

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال د امنیت د ټینګښت خبره کوي، چې نن سهار(یکشنبه ۲۸ سپتمبر) د لوړې د مراسمو ځای (ارګ) ته څیرمه د افغان پوځیانو په یوه موټر پسې نښلول شوي بم یو کس ټپي کړ.

تیره ورځ د چارو د ادارې مرستیال نجیب الله امین ویلي و چې د لوړې مراسمو په ارګ دننه کیږي او شاوخوا څوارلس سوه کورني او بهرني میلمانه ورته رابلل شوي.

د چارو ادراه چې د مراسمو سمبالښت ېې په غاړه دی وايي د لوړې مراسم به د کابل په ځايي وخت په اتو بجو پیل شي او شاوخوا یو ساعت به روان وي.

د لوړې مراسمو ته د امریکا په ګډون د یو شمېر نورو هیوادونو مشران رابلل شوي خو تر اوسه ېې نومونه نه دي روښانه.

ورته مطالب