ارګ کې د ولسمشر کرزي وروستۍ کاري ورځ

Image caption دا د افغانستان په عصري تاریخ کې لومړی ځل دی چې واک په سوله یيز ډول د ټاکنو له لارې بل ولسمشر ته لېږدېږي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ ۱۳ کلنه دوره نن یکشنبه (سپتمبر ۲۸) رسمآ پای ته رسېږي.

نوی ټاکل شوی ولسمشر اشرف غني احمدزی به د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۹) د لوړې مراسم پر ځای کړي او په همدې ورځ به د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه خپل کار پیل کړي.

تلونکي ولسمشر حامد کرزي ارګ کې د خپلې وروستۍ کاري ورځ په اوږدو کې خپله شتمني ثبت کړه.

نوموړي همداراز د افغانستان په ځايي وخت د ماښام په اتو بجو ولس ته خپله وروستۍ وینا هم وکړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي ولس ته په خپله وروستۍ وينا کې وويل د حکومت بنسټونه يې ايښي دي او افغانستان به يوه ښه راتلونکې ولري.

ښاغلي کرزي د خپلو لاسته راوړنو په اړه وويل پوځ او پوليس جوړ شوي، ميليونونه ماشومان اوس ښوونځيو ته ځي او افغانستان د ټولو په ګډ کور بدل شوی دی.

ده پخپله هم له راتلونکي حکومت سره د همکارۍ ژمنه وکړه او پر خلکو يې هم غږ وکړ، چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره د نوي حکومت ملاتړ وکړي

ښاغلي کرزي په خپله وروستۍ تلويزيوني وينا کې چې د ملي ټلويزيون او يو شمېر نورو رسنيو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده، وويل، له ولسمشرۍ وروسته به د يوه عادي افغان په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

حامد کرزی چې څو ساعته وروسته به په رسمي ډول ارګ خپل ځای ناستي اشرف غني احمدزي ته پرېږدي، ژمنه وکړه چې له نوي حکومت سره به همکار وي.

ښاغلي کرزي د خبرو پر مهال د خپلې ۱۳ کلنې دورې ځينو لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل ښوونځيو ته اوس ميليونونه ماشومان ځي او زده کړې کوي.

ده وويل سره له دې چې د پوځ او پوليسو په جوړولو کې يې لاسته راوړنې لرلي خو د سولې په برخه کې يې هڅې بريالۍ نه وې.

د خپلې وينا په پای کې ښاغلي کرزي د ده تر مشرۍ لاندې حکومت سره د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان د نوي حکومت لپاره يې د برياليتوب هيله وکړه.

دا د افغانستان په عصري تاریخ کې لومړی ځل دی چې واک په سوله یيز ډول د ټاکنو له لارې بل ولسمشر ته لېږدېږي.

ورته مطالب