افغانستان له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption د تړون په لاسلیکېدو به افغانستان کې تر ۲۰۱۴ وروسته امریکايي پوځيانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.

د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې پر دویمه ورځ، نوي حکومت په کابل کې له امریکا او ناټو سره دوه امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

د دغو تړونونو لاسلیکونو مراسمو ته د افغانستان د کابینې غړي، نور افغان چارواکي او د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی ورغلي وو.

د امریکا او افغانستان ترمنځ دغه امنیتي تړون د افغان ولسمشر د امنیتي سلاکار محمد حنیف اتمر او کابل کې د امریکا د سفیر جیمز کننګهم ترمنځ لاسلیک په ارګ کې لاسلیک شو.

د امنیتي تړون بشپړ متن دلته ولولئ

د ارګ وېبپاڼه کې له نورو هېوادونو سره د تړونونو متن

اتمر د ناټو له ځانګړي استازي موریس یوخیم سره هم امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د تړونونو تر لاسلیکولو وروسته، د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل، تر ننه له قوې څخه ګټه اخیستل د نړیوالو له خوا د امنیت شورا د هغې پرېکړې پر بنسټ و، چې د سپتمبر د ۱۱ له پېښو وروسته رامنځ ته شوې وه.

هغه وویل: ''نن موږ د افغانستان د دولت او نړیوالو همکارو حکومتوو ترمنځ د برابرۍ شاهدان یو، چې خپلې ملي ګټې پکې وساتل شي. په دې قرارداد کې به زموږ د خلکو او سیمې او نړۍ د خلکو لپاره ثبات وي. مبارک دې وي.''

نوي ولسمشر وویل، هرڅوک چې افغانستان ته راځي، باید د یوه نظام له خوا د وېزې پربنسټ دې خاورې ته ننوځي، نړیوال قراردادونه باید د مشخصو قوانینو پربنسټ کار وکړي.

ده وویل ''نړیوال ځواکونه هېڅ سپېڅلي ځای ته نه شي ننوتلی. زموږ کورونه او ولس به د اساسي قانون پربنسټ ساتل کېږي. له دې کبله له نړۍ سره دا زموږ د تحول یو مهم ټکی دی.''

د ګاونډیانو اندېښنې

اشرف غني د ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنه بې ځایه وبلله، چې ددغه تړون د لاسلیکېدا په اړه یې د خپل ځان په اړه لرله.

د انځور حقوق AFP
Image caption اشرف غني وویل، له امریکا او ناټو سره ددغو امنیتي تړونونو هر ټکی د حامد کرزي له خوا په ډېر دقت سره کتل شوی دی.

نوموړي وویل: ''له دې تړون نه زموږ ګاونډیانو ته هېڅ خطر نه شته، باید دوی د هېڅ خطر احساس ونه کړي، ځکه دا تړون یوازې او یوازې د افغانستان د ثبات او ښېګڼې لپاره دی، نړیوال به د هغه څه په دفع کې له موږ سره همکاري کوي، چې موږ او نړۍ ته ګواښ وي.''

ولسمشر غني وویل، که چېرې زموږ خاوره له جدي خطر سره مخامخ شوه، موږ خاصه غوښتنه کولی شو، چې باید د دوو دولتونو او ناټو له لوري ډېره توجه ورته وشي.

کرزی

اشرف غني وویل، له امریکا او ناټو سره ددغو امنیتي تړونونو هر ټکی د حامد کرزي له خوا په ډېر دقت سره کتل شوی دی.

ده وویل: ''اصلي تړون مخکې شوی، چې نوم یې ستراتیژیک تړون و، او مشورتي لویې جرګې او ملي شورا هم تصویب کړی و.''

نوي ولسمشر وویل، په تړون کې بدلون راوستل ممکن دي: ''تړونونه د بدلون وړ دي. زموږ ملي ګټې چې وغواړي، د تغییر شرایط پکې واضح شوي، هغه که واړه وي یا لوی بدلونونه، هر لاسلیکوونکی د دوو کلونو په چوکاټ کې وکړای شي له تړون ووځي، خو شاید اړتیا ورته نه وي.''

اشرف غني د افغانانو هغې اندېښنې ته هم اشاره وکړه، چې شاید د تړون له لاسلیکېدو سره ملي تلفات یا بندي کېدل ډېر شي، او یا د قوې استعمال بیا پیل شي، چې دا د اندېښنې وړ خبرې دي.

د هېواد په ګټه یا زیان

خو نوموړي ډاډ ورکړ، چې ''په ډېر وضاحت سره وایو، د قوې استعمال به داسې نه وي، افغانستان کې چې مخکې لویه قوه پرته وه، هغه دوره تېره شوې، د ولسمشر اوباما د مهال وېش له مخې، په دوو کلونو کې هره میاشت د امریکايي ځواکونو شمېر کمېږي، او ډېر لږ قوه به د امریکا سفارت کې وي.''

غني وویل، ولس ته دا ډاډ ورکوي، چې دا تړون د هېواد په ګټه او خیر دی. ده وویل، دا تړون د سولې زمینه برابروي، نه دا چې د سولې لاره ونیسي. چې په وینا یې د تړون دواړه غاړې باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د انځور حقوق
Image caption اشرف غني د لوړې پرمهال وویل، نور افغانان له جګړې تر پزې راغلي او ټول سوله غواړي.

په امنیتي برخه کې دا سند خورا مهم دی او امريکا ته به اجازه ورکړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم يوشمېر ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.

که څه هم په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر لا کره نه دی، خو ويل کېږي شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتېري به يې دغلته پاتې شي.

تر دې وړاندې د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي هم ويلي و، چې د ماموريت په لومړيو ورځو کې به دغه تړون لاسليک کړي.

په دغه تړون له تېرو دوو کلونو راهيسې خبرې روانې وې، چې په پايله کې مشورتي لويې جرګې په پراخ اکثريت تاييد کړ.

هغه هېوادونه چې افغانستان د همکارۍ تړونونه ورسره لري:

هېواد د تړون ډول نېټه
هند د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژيکې همکارۍ تړون ۲۱۱، اکتوبر ۴
امریکا د ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي ګډه اعلامیه ۲۰۱۳، جنوري ۱۱
چین د افغانستان او چین ترمنځ د مشارکت د جوړېدو او ستراتیژيکې همکارۍ په اړه ګډه اعلامیه ۲۰۱۲، جون ۸
استرالیا د افغانستان او استرالیا ترمنځ اوږدمهاله هر اړخیزه همکاري ۲۰۱۲، مې ۲۰
جرمني د افغانستان او جرمني ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ موافقه لیک ۲۰۱۲، مې ۱۶
امریکا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو موافقه ۲۰۱۲

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله دواړو د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پرمهال ويلي وو، چې د برياليتوب پرمهال له امريکا سره امنیتي تړون لاسليکوي.

امريکا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون نه وي امريکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

د امنيتي تړون يوه تر ټولو لانجمنه موضوع په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو قضايي مصونيت و، چې افغان لوري هڅه کوله دغه مصونيت و نه مني، خو امريکا تر پايه پرې ټينګار وکړ.

ورته مطالب