کرزی: په سوله کې مو هڅې بریالۍ نه وې

کرزی
Image caption حامد کرزي وويل ويجاړ افغانستان يې بېرته په پښو ودراوه او هغه هيله يې پوره شوه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور شو.

تلونکي افغان ولسمشر حامد کرزي ولس ته پخپله وروستۍ وينا کې وويل د حکومت بنسټونه يې ايښي دي او افغانستان به يوه ښه راتلونکې ولري.

ښاغلي کرزي د خپلو لاسته راوړنو په اړه وويل پوځ او پوليس جوړ شوي، ميليونونه ماشومان اوس ښوونځيو ته ځي او افغانستان د ټولو په ګډ کور بدل شوی دی.

ده پخپله هم له راتلونکي حکومت سره د همکارۍ ژمنه وکړه او پر خلکو يې هم غږ وکړ، چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره د نوي حکومت ملاتړ وکړي:

په کابل کې عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې وايي، تلونکي ولسمشر حامد کرزي په خپله وروستۍ تلويزيوني وينا کې چې تېره شپه د حکومتي تلويزيون او يو شمېر نورو رسنيو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده، وويل، له ولسمشرۍ وروسته به د يوه عادي افغان په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکوي.

حامد کرزی چې څو ساعته وروسته به په رسمي ډول ارګ خپل ځای ناستي اشرف غني احمدزي ته پرېږدي، ژمنه وکړه چې له نوي حکومت سره به همکار وي.

ښاغلي کرزي د خبرو پر مهال د خپلې ۱۳ کلنې دورې ځينو لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه ويې وويل ښوونځيو ته اوس ميليونونه ماشومان ځي او زده کړې کوي.

ده وويل سره له دې چې د پوځ او پوليسو په جوړولو کې يې لاسته راوړنې لرلي، خو د سولې په برخه کې يې هڅې بريالۍ نه وې.

حامد کرزي وويل ويجاړ افغانستان يې بېرته په پښو ودراوه او هغه هيله يې پوره شوه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور شو.

د خپلې وينا په پای کې ښاغلي کرزي د ده تر مشرۍ لاندې حکومت سره د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان د نوي حکومت لپاره يې د برياليتوب هيله وکړه.

ورته مطالب