د امنیتي تړونونو لاسلیک او په خواله رسنیو کې غبرګون

د انځور حقوق PRESS ASSOCIATION
Image caption د تړونونو لاسليکېدو سره سم په خواله رسنیو ټوېټر او فیسبوک کې د هېواد مېشتو او بهرنیو افغانانو پراخ غبرګونونه را ښکاره شول

د افغانستان د نوي حکومت د جوړېدو پر دویمه ورځ په کابل کې له امریکا او ناټو سازمان سره امنیتي تړونونه لاسلیک شول.

له وړاندې تمه وه چې دغه تړونونه به نن د سې شنبې په ورځ لاسلیک شي.

د تړونونو لاسليکېدو سره سم په خواله رسنیو ټوېټر او فیسبوک کې د هېواد مېشتو او بهرنیو افغانانو پراخ غبرګونونه را ښکاره شول.

ډیری نظرونه مثبت و او خلکو هیله ښووله چې د تړونونه لاسلیک به افغانستان ته د تلپاتې سولې راوستو په برخه کې یو لوی ګام وي.

نورا لله تالي د بي بي سي پښتو په فیسبوک پاڼه لیکلي:

"زما په اند دا تړون به له امریکا سره د سولی په راوستو کی ډیره مرسته وکړي، دا ځکه چې لا تر اوسه افغان ملي اردو په ټول هېواد کې د سولې ساتلو توان نه لري او بهرني ملاتړ ته یې اړتیا ده"

حیات الله مومند په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

"که څه هم امریکا تل په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي او دا افغانانو ګټو ته یې دومره پاملرنه نه ده کړې خو اوس چې امنیتي تړون لاسلیک شو ورڅخه غوښتنه کوو چې په خپلو ټولو شویو وعدو وفا وکړي او له کمزوري مو ګټه پورته نه کړي"

ولي خان کرند په ټویټر لیکلي:

"افغانستان په یوه داسې پړاو کې قرار لري چې باید دا تړون امضا کړي که چېرې مونږ نه غوښتل چې تړون امضا کړو نو دېرش کاله مخکې مو باید سوچ کړی وی او په جنګونو به مو خپل هېواد نه ورانوه"

ګل ولي ارین د بي بي سي پښتو پر فیسبوک پاڼه لیکلي:

"دا د سولې راوستو په برخه کې لومړنی ګام دی، مونږ یې هرکلی کوو، او څښتن تعالی دې وکړي چې داوړه اړخونه په خپلو کړو ژمنو کلک ودریږی"

بلال سروري، ټوېټر:

کابل کې ازاد خبریال بلال سروري په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي

"بالاخره له اوږد ځنډ وروسته دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک شو. هر کلی یې کوو"

د ښځو د حقونو فعالې وژمه فروغ پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي:

"افغانستان له امریکا او ناټو سره د اوږد مهاله اړیکو یو تړون ته اړتیا لرله او دوه اړخیزه امنیتي او اقتصادي تړونونه یې غوره لار وه.

راځئ چې راتلونکي ته خوښ واوسو او له منفي فکرونو ځان خلاص کړو"