"د داعش ډله افغانستان کې فعاله نه ده"

د انځور حقوق AP
Image caption کمبیل: ما په افغانستان کې د اسلامي دولت د حضور په اړه هېڅ کره رپوټ نه دی لیدلی

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لوى امريکايي قوماندان وايي کره استخباراتي معلومات وجود نه لري، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې د فعاليتونو پخلى وکړي.

جنرال جان کمبيل وويل له نښتو وروسته د دې هېواد په ځينو برخو کې د ملکي خلکو د سرغوڅولو دوامداره اوازې هم سمې نه دي.

د نړيوالو ځواکونو قوماندان دا څرگندونې له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون له لاسليک وروسته کابل کې د بي بي سي له خبريال ډېوېډ لاين سره په خپلې لومړنې مرکې کې وکړې.

دغه تړون امريکايي او ناټو ځواکونو ته قانوني چوکاټ برابروي ،چې له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې خپل عسکر وساتي.

تړون داسې مهال لاسليک شو، چې د افغانستان په ځينو برخو او په دې ډله کې د هلمند ولايت په شمال کې د وسله والو طالبانو فعاليتونو زور اخيستى دى.

خو جنرال کمبيل د طالبانو دغه خوځښتونه جدي نه بولي او وايي امنيتي تړون بايد هغوى ته روښانه پيغام ورکړي، چې افغان پوځ له کلک ملاتړه برخمن دى

طالبان بايد ځير شي

"طالبانو مخکې تګ نه دی کړی، هغه څه چې زه پرې پوهېږم آن د دې ډلې مشران هم په افغانستان کې نشته، فکر کوم چې د امنیتي تړون لاسلیکېدل باید طالبان ځیر کړي چې ایتلافي ځواکونه او نړیواله ټولنه دلته له افغان ځواکونو سره د مرستې په موخه پاتې کېږي. افغان ځواکونه اوس باوري دي چې نړیواله ټولنه ورسره ده.

د هلمند په اړه واقعیت دا دی، چې موږ د جګړه ییز فصل په پای کې یو، طالبان غواړي وښيي چې لاسته راوړنه یې لرلې ده. خو د پولیسو او ځانګړي ځواک په ګډون افغان ځواکونه په همغږۍ عمل کوي. موږ به په راتلونکو ورځو کې په ټولو سیمو او ولسوالیو کې د دې ځواکونو د حضور شاهدان و اوسو او طالبان به مات شي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption په افغانستان کې امریکايي قومندان د امریکا او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو هرکلی کړی

د نړيوالو ځواکونو قوماندان د اسلامي دولت ډلې داعش له لوري افغانستان ته د ورپېښ گواښ خبرې هم بابيزه بولي او وايي په دې اړه کره شواهد وجود نه لري.

"زه په دې تړاو هېڅ پوځي رپوټ نه لرم، له رسنیو مې د ډله ییزو وژنو او سرغوڅولو په اړه اوریدلي دي،چې یو یې هم نه شو تاییدولاى. ما په افغانستان کې د اسلامي دولت د حضور په اړه هېڅ کره رپوټ نه دی لیدلی. خو موږ به د نړۍ په نورو برخو کې د دې ډلې فعالیتونو ته په کتو دا موضوع څارو، خو یو ځل بیا وایم چې په افغانستان کې مو تراوسه داسې څه نه دي لیدلي."

جنرال کمبيل دارنگه باور ښيي، چې په افغانستان کې د نوي ولسمشر او نوي ادارې په رامنځ ته کېدو سره به په دې هېواد کې امنيتي او سياسي حالات پر مثبت لوري پرمخ ولاړ شي.

"فکر کوم چې نوی ولسمشر او اجرایيه رییس چې د ملي یوالي حکومت جوړوي په دې ټکي پوهېږي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د امنیت ټینګول څومره مهم دي چې خلک په خپل هېواد کې د اړين ثبات شاهدان اوسي. فکر کوم چې موږ به په نژدي راتلونکې کې د چټکو بدلونونو شاهدان اوسو، ښايي په تېرو څو کلونو کې افغان ځواکونو احساس کړی وي چې لاسونه یې تړلي و او پخواني حکومت پرې خپل تګلارې عملې کولې.

د انځور حقوق AFP

لومړی بدلون چې واک ته د ولسمشر غني تررسیدو وروسته یې موږ شاهدان وو دا و چې د خپلې لُوړې په مراسمو کې یې له نړیوالې ټولنې مننه وکړه او د امنیتي ځواکونو د قربانیو په اړه وغږید.

اوس افغان امنیتي ځواکونه په هغه پورې تړاو لري او له رواني پلوه دا د افغان ځواکونو لپاره لوی بدلون دی. اوس افغان ځواکونه پوهېږي چې ولسمشر یې د هلوځلو ستاينه کوي او هغوی ته د اورپکو او مجرمانو د څارنې واک ورکوي. دا د تېرو کلونو په پرتله يولوى بدلون دى بدلون دی."

ورته مطالب