ولسشمر احمدزی: "پولیس دې غیر سیاسي شي"

Image caption "د کابل د ناحيو امنيه قومندانان باید د مسلکي توب له مخې وټاکل شي".

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي د پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو راوستو په لړ کې به په خپل لومړي ګام کې د پلازمېنې کابل پوليس غير سياسي کړي.

ښاغلی احمدزی وايي د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه شوې چې د کابل د ناحيو امنيه قومندانان د مسلکي توب له مخې وټاکي.

نوموړي دغه راز د امنيتي ځواکونو پر همغږۍ ټينګار وکړ او په دې اړه يې له امنيتي چارواکو سره بيا بيا ليدلي دي.

په دې اړه زموږ خبریال عبدالله ستانکزی په خپل رپوټ کې لیکي چې د پلازمېنې کابل پولیسو غير سياسي کول ښايي د ډېری ښاريانو لپاره د حيرانتيا وړ وي.

سلګونه پوليس د جهادي او يا هم سياسي مشرانو امنيت ساتي او د پولیسو په ځينو موټرو د يو شمېر ګوندونو د مشرانو تصویرونه تر سترګو کېږي.

ولسمشر احمدزی چې د واک يې ايله څو ورځې تېرېږي اعلان کړی چې د پوليسو تشکيلات به له سياست نه لرې کوي او هغه به اصلاح کوي.

ښاغلي احمدزي وویل:

"د کابل د امنيت په اړه مې د کورنيو چارو له وزير سره په تېرو دوو ورځو کې غونډې لرلې. د دفاع له وزير، له لوي درستيز او د ملي امنيت له مشر سره مې تر ټولو ډېرې غونډې کړې دي".

نوموړي زیاته کړه:

"د کورنيو چارو وزير ته صلاحيت ورکړای شوی چې د کابل په ټولو ناحيو کې اصلاحات پلي کړي او په لومړي اقدام کې د کابل د ناحيو قومندانان په مطلق ډول د مسلکي توب له مخې وګوماري".

ښاغلي احمدزي وويل بل ګام به يې د امنيتي ځواکونو اصلاح کول او همغږي وي.

قومي او ګوندي جوړښت ته په کتو به دا ډېره ګرانه وي، چې افغان امنيتي ځواکونه دې په يوه بې پرې ځواک بدل شي.

دغه تصميم له هغه څو ورځې وروسته نيول کېږي، چې افغانستان له امريکا سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړ.

د دغه تړون له مخې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو جنګي ماموريت پای ته رسېږي او د افغانستان د امنيت مسووليت افغان ځواکونو ته ورکول کېږي.

ورته مطالب