ولسمشر غني ټول والیان سرپرستان کړل

د انځور حقوق AFP
Image caption څو ورځې مخکې،‌ ښاغلي اشرف غني د کابینې ټول وزیران سرپرستان کړل

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د ټولو ۳۴ ولایتونو والیان سرپرستان اعلان کړي، چې په وینا یې باید خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، دوی له دولتي څوکیو په ګټې اخیستو د هېچا د ګومارلو یا لیرې کولو حق نه لري.

دغه فرمان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۲۳ فقرې پر بنسټ شوی،‌ چې هدف یې په ولایتي چارو کې د خنډ او ځنډ د رامنځ ته کېدو مخنیوی په ګوته شوی دی.

د ولسمشر په دغه فرمان کې د بلخ والي، چې له ښاغلي احمدزي سره یې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال له سرتمبګۍ کار اخیستی و، هم له نورو والیانو سره یوشان ګڼل شوی او د ولسمشر دغه فرمان یې منلی دی.‌

نور له ولسمشر اشرف غني سره تر کتلو مخکې،‌ له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې "اشرف غني احمدزی د افغانستان منتخب ولسمشر نه دی، بلکې د یوې سیاسي هوکړې پربنسټ دغې څوکۍ ته رسېدلی."

د انځور حقوق ARG
Image caption عطا محمد د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په ورځو کې د اشرف غني احمدزي له مهمو رقیبانو او د هغه د ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله په ګټه یې کمپاین کاوه

عطا محمد د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په ورځو کې د اشرف غني احمدزي له مهمو رقیبانو او د هغه د ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله په ګټه یې کمپاین کاوه.‌

نور تېره ورځ له ښاغلي غني سره په خبرو کې وویل چې "زموږ هېواد د هېواد په یوه نوي پړاو کې دی،‌ او د ملي یووالي حکومت چې په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ په موخه د والیانو د ټاکلو یا بدلولو لپاره هر راز پرېکړه کوي، دی به یې ملاتړ کوي."

د کابینې لومړۍ غونډه

د تېرې پنجشنبې په ورځ،‌ د نوي ولسمشر د لوړې تر مراسمو وروسته د افغانستان کابینې لومړۍ غونډه وکړه.‌

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه،‌ چې د کابل هوايي ډګر د مخکني ولسمشر حامد کرزي په نامه کړي.‌

پر دې سربېره،‌ پرېکړه دا شوه په هغه کور کې چې اوس ښاغلی کرزی اوسېږي، له دې کبله هغه ته ډالۍ شي، چې هغه په کابل کې کور نه لري.

Image caption د کابل هوايي ډګر د مخکني ولسمشر حامد کرزي په نامه کړي شو

د کابینې د پرېکړې پربنسټ،‌ د ټولو وزارتونو له خوا له شرکتونو یا خصوصي بنسټونو سره تر اوسه شوي قراردادونه باید د ارزونې لپاره د ولسمشر دفتر ته وسپارل شي.

په دې غونډه کې وزارتونو ته تر ۱۵ ورځو پورې دنده وسپارل شوه، چې د ناپوځي کارکوونکو،‌ سیاسي پوستونو او د قراردادي کارکوونکو د ګومارنې د وضعیت په اړه د ولسمشرۍ دفتر ته مالومات وړاندې کړي.

په پرېکړه کې دا هم ویل شوي، چې وزارتونه باید تر یادې مودې پورې د یادو شویو پوستونو او کارکوونکو د جنسیت،‌ د زده کړو د کچې،‌ د خدمت د مودې او عمر په اړه هم مالومات ورکړي.

څو ورځې مخکې،‌ ښاغلي اشرف غني د کابینې ټول وزیران سرپرستان کړل چې په دې سره دوی د هېڅ کوم کارکوونکي د لیرې کولو یا نوي کارکوونکي د ټاکلو حق نه لري.‌

ورته مطالب