افغانستان کې د غنمو حاصلات دوه برابره شوي

د انځور حقوق ASAP

د افغانستان حکومت وايي، دغه هېواد د غلو دانو له اړخه پر ځان بسياينې ته ور نژدې شوی دی.

په تېرو ۱۲ کلونو کې يوازې د غنمو حاصلات دوه برابره ډېر شوي دي.

د ميوو حاصلات هم ښه شوي او دا د دې لامل شوي چې بهر ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو صادرات يو پر دوه شي.

چارواکي د دغه پرمختګ مهم لامل د کرنې په ډګر کې د نويو لارو چارو عملي کول په ګوته کوي، خو وايي لا اوږد مزل په مخکې دی.

په افغانستان کې د کرنيزو توليداتو کچه ژمني او پسرلني اورښتونو پورې تړلې وي، خو د کرنې وزارت وايي په تېرو ۱۲ کلونو کې د کرنيزو توليداتو کچه کې د پام وړ زياتوالی راغلی.

د اټکل له مخې افغانستان په کال کې ۶،۷ ميليونه ټنه غنمو، وريژو او جوارو ته اړتيا لري او د چارواکو په خبره اوس دغه هدف ته د رسېدو لپاره يوازې څو ګامه پاتې دي.

د کرنې وزارت د پلان او پاليسۍ مشر جاويد قايم وايي په تېره يوه لسيزه کې د هغې ځمکې اندازه چې تر اوبو لاندې ده شاوخوا دوه برابره زياته شوې او د ځنګلونو سيمه هم پراخه شوې ده.

خو ښاغلی قايم وايي پر دې بسنه، نه کوي او د راتلونکو لسو کلونو لپاره په پلان کې لري چې له ۳۰ زيات واړه بندونه او له شاوخوا ۲۰۰۰ د اوبو زېرمه کولو ډنډونه جوړ کړي.

د کرنې وزارت وايي په پخو یا سيمټي لښتيو کې کروندو ته د اوبو رسولو پروژه يې لا له وړاندې پيل کړې چې وايي دې د اوبو د ضايع کېدو مخه نيولې ده.

د کرنې وزارت د احصايې مشر غلام رباني حقيقت پال وايي د اوبو لګولو سيستم ښه کېدل او د نويو او اصلاح شويو تخمونو وېش د دې لامل شوی چې په تېره يوه لسيزه کې د غنمو په ګډون د ځينو کرنيزو توليداتو کچه آن له درې چنده هم واوړي.

ښاغلی حقيقت پال وايي، د غنمو په برخه کې له ټاکلي هدف نه اوس يوازې پنځه سلنه وروسته پاتې دي او په نورو برخو کې بيا دغه سلنه يو څه لوړه ده.

رسمي شمېرې ښيي چې د مڼو، بادامو، پستې، پيازو، الوګانو، خټکيو، انارو او چارمغزو توليدات هم زيات شوي چې ځينې يې آن څلور پنځه چنده پورته ختلي.

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان لويه برخه وګړي په کرنه بوخت دي

د افغانستان لويه برخه وګړي په کرنه بوخت دي، هغه سکتور چې د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

د کرنې وزارت وايي، پخوا به بزګرو له دوديزو لارو کرنیز توکي کرل او رېبل، خو په خبره يې اوس نوې ټکنالوژۍ دا چاره د ورځو پر ځای ساعتونو ته راښکته کړې ده.

د محصولاتو لپاره د بازار نشتوالی د بزګرو لپاره تر ټولو لويه ستونزه ده، خو د کرنې وزارت وايي د دغې ستونزې د هواري لپاره لاس په کار شوي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي د بڼوالۍ د ودې او لا پراختيا لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي او په نوي سيستم د باغدارۍ د پراخېدو په لټه کې دي.

دوی وايي افغانستان ته يې تېر کال د ميوو داسې ډولونه او نیالګي وارد کړي چې د څلورو پنځو کلونو پر ځای اوس په لومړي کال ميوه نيسي.

د کرنې وزارت د اقتصادي برخې مشر عزيزالله فقيري وايي، افغان کرنيز محصولات اوس نژدې کورنۍ اړتياوې پوره کوي او آن ځينې يې بهر ته هم صادرېږي.

د کر کيلي د غوړېدو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه د بزګرو بې سوادي، کرنيزو سيمو ته د موټر لارو نشتوالی، د پور په ګډون کروندګرو سره د مالي ملاتړ نه شتون او د کرنيزې ټکنالوژۍ نشتوالی په ګوته شوي دي.

ورته مطالب