د پغمان د ډله ييز جنسي تېري پنځه پړه اعدام شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د اعدام پرمهال څرخي پله او شاوخوا کې ګڼ پولیس ځای پرځای شوي وو

د افغانستان حکومت د کابل پغمان ولسوالۍ د ډله ییز جنسي تېري پنځه تورن اعدام کړل. د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، دغه کسان د چارشنبې پر ماسپښین درې بجې اعدام شول.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري بي بي سي ته وویل، د پغمان د ډله ییز جنسي پنځه تورن او مشهور انسان تښتوونکی حبیب استالف پر ځايي وخت د ماسپښین درو بجو اعدام شول:

"شپږ واړه کسان په درو بجو او پنځو دقیقو اعدام شول. دغه کسان د قانون له مخې اعدام شول، ځکه چې قانون کې باید د ولسمشر له لاسلیک لس ورځې وروسته اعدام شي، چې همداسې وشول."

که څه هم نظري د تورنو د اعدام ځای ونه ښود، خو وړاندې د کابل پولیسو ویلي وو چې شاید په څرخي پله زندان کې اعدام شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت ته د تورنو د اعدام ځنډول غوښتي وو
د انځور حقوق AFP
Image caption که څه هم لومړی خبریالان د اعدام ځای ته ورغوښتل شوي وو، خو رسنیو ته یې د اعدام د مراسمو د ژوندي پوښښ اجازه ورنه کړه

د کابل پولیسو په تېر اګست میاشت کې د پغمان د ډله ییز جنسي پېښه کې پنځه تورن تر پېژندل کېدا وروسته ونیول، چې د افغانستان د درې ګونو محکمو له خوا په اعدام محکوم شول او مخکني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په وروستیو ورځو کې د هغوی د اعدام حکم لاسلیک کړ.

د کابل پولیس وايي، د پغمان د ډله ییز جنسي تېري او وسله واله غلان کې پنځه تورن لاهم تري تم دي، چې تر اوسه یې پولیس په نیولو نه دي توانېدلي.

د کابل امنیه قومندان محمد ظاهر ظاهر تېره ورځ وویل، له تري تم شویو تورنو یو یې له هېواده په وتلو توانېدلی، او دوه نور د هېواد د ننه ورک دي.

مخکني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، د پغمان د ډله ییز جنسي تېري مجرمین باید په علني ډول اعدام شي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال لږترلږه ۵۱ کسان اعدام شوي، او ۲۷۰ نور کسان په اعدام محکوم شوي، چې دغه حکم پرې نه دی تطبیق شوی.

د اعدام دغه حکومت د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوي حکومت کې تطبیق شوی، چې مخکني ولسمشر حامد کرزي لاسلیک کړی و.

د بشري حقونو ځینو ملاتړو ډلو د افغانستان له حکومته د دغو اعدامونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.

خو په وروستیو کې د کابل ښار کې د پغمان د ډله ییز جنسي تېري د مجرمینو د اعدامولو پر پلوۍ لاریونونه وشول.

د بښنې نړيوال سازمان 'امنيستي انټرنیشنل' هم د اعدام د دې حکم له پلي کېدو سره مخالفت ښودلى او ويلي دي، چې دغه حکم د سياسي فشارونو تر سيوري لاندې شوى دى.

حبیب استالف اعدام شو

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل کار په وروستیو ورځو کې د حبیب استالف د اعدام حکم هم لاسلیک کړ، چې د چارشنبې په ورځ نوموړی د پغمان د پنځو تورنو سربېره اعدام شو.

هغه د یوې جنایت کارې ډلې چې په غلا، انسان تښتونې او انسان وژنې تورنه ده، مشر و.

وړاندې، د کابل پولیسو ویلي وو، چې دغه کس د یو لړ ډېرو پېچلو عملیاتو په پایله کې د کابل ښار د ننه ونیول شول.

د پولیسو په وینا، استالف مخکې څو ځلې له بنده د خوشي کېدو په مقابل کې د درو میلیون ډالرو رشوت ورکولو هڅه کړې وه.

حبیب استالف، چې نژدې یو کال وړاندې کابل کې نیول شوی و، مخکني ولسمشر حامد کرزي یې د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو کې د اعدام حکم لاسلیک کړ.

غبرګونونه

د ښځو چارو وزارت

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د پغمان د پنځو تورنو تر اعدام وروسته په یوه خبرپاڼه کې د اعدام ملاتړ کړی، او دا یې د ټولنیز عدالت، د ښځو د حقونو د دفاع او د هغو کسانو لپاره تاریخي پند بللی، چې دا ډول جرمونو ته لاس اچوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په وروستیو کې د پغمان د ډله ییز تېري تورنو ته د اعدام سزا په پلوۍ لاریونونه وشول
Image caption د کابل پولیس د پغمان ډله ییز تېري د درو تري تم شویو د نیولو په لټه کې دي.

دغه وزارت له امنیتي او عدلي ارګانونو د درو نورو تښتېدلو تورنو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې.

د بښنې نړیوال سازمان

د بښنې نړيوال سازمان 'امنيستي انټرنیشنل' تر اعدام مخکې د اعدام د دې حکم له پلي کېدو سره مخالفت ښودلى او ويلي یې وو، چې دغه حکم د سياسي فشارونو تر سيوري لاندې شوى دى.

د فيسبوک د کاروونکو پيغامونه

حماسه سروش: دروغ دي، تر څو یې چې ونه وینو، نه یې منو

عبدالفتاح بارکزی: ډېر ښه کار وشو، زه یې هرکلی کوم

عبدالرؤف اڅکزی: ډېر ښه کار وشو، دا به نورو ته پند شي

نقیب الله مومند: چې اعدام شول، نو انځورونه یا وېډیو یې ولې نه خپروي؟

ستومان مشفق: ډېر ښه کار وشو، دې ته وايي عدالت او انصاف

ورته مطالب