هلمند کې ځانمرګي برید څلور پولیس یوه نجلۍ وژلي

Image caption ځینې رپوټونه وايي، په وژل شویو کې د نوزاد ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان هم دی.

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې ځانمرګي برید لږترلږه یوه لس کلنه نجلۍ او څلور پولیس وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.

برید د چارشنبې په ورځ، غرمه مهال په مرکز لښکرګاه کې د نوزاد ولسوالۍ د پولیسو د پخواني مشر عبدالله خان د کور مخې ته د موټر په وسیله شوی.

د هلمند د پولیسو ویاند فرید احمد وايي، په ټپیانو کې د نوزاد ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قومندان هم دی.

په پېښه کې د عبدالله خان یوه اته کلنه لور او د هغه یوولس کلن زوی هم ټپیان شوي.

د راپورونو له مخې، چاودنه دومره درنه وه چې په سیمه کې یې نژدې کورونو ته دروند مالي زیان اړولي او د چارواکو په خبره د پېښې ډیری قربانیان هم د همدې کورونو اوسېدونکي دي.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته مطالب