لويه څارنوالي : يوه اوونۍ کې د دوسيو څېړل پاى مومي

د انځور حقوق AP

د افغانستان لویې څارنوالۍ چارواکو ويلي دي دوى چمتو دي،چې په راتلونکې یوې اوونۍ کې د ټولو بې برخلیکه زندانيانو اړوندې دوسیې وڅیړي او په دې اړه د خپل کار پايلې افغان ولسمشرته وسپاري.

د لويې څارنوالۍ دا چمتوالى دې ادارې ته د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي هغې لارښوونې ته په غبرگون کې ښودل شوى،چې د چارشنبې په ماښام د څرخي پله زندان له زندانيانو سره د کتنې پرمهال يې ورته وويل ،چې يوه اوونۍ کې د ټولو زندانيانو دوسيې وڅېړي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه لیدنه د شپې له ۹ تر ۱۱ بجو تر سره شوه.

ښاغلی محمدي وايي په دغه لیدنه کې بندیانو د افغانستان له ولسمشر سره په مخامخ ډول خبرې وکړې او د خپلو ستونزو په اړه وغږېدل.

ښاغلي محمدي زیاتوي چې یو شمېر بندیانو ادعا کوله چې له کلونو راهیسې د دوی د قضیو په اړه پرېکړه یا بشپړې پلټنې تر سره شوې نه دي.

هغه لست چې د بندیانو له خوا ولسمشر ته ورکړل شوی ښيي چې لږ تر لږه لس بندیان له ۹ نه تر دیارلسو کلونو پورې د محکمې له پرېکړې پرته په څرخي پله کې بې برخلیکه بندیان دي

د افغان ولسمشر له دې گامه د افغانستان په لرو برکې هرکلى وشو.

ځنې شک ښيي،چې څارنوالي به د دې جوگه نه وي چې په ټاکل شوي وخت کې د زندانيانو د تېرو ديارلسو کلونو کې دوسيې وڅېړي.

خو د افغانستان د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي دغه اندېښنې بي ځايه بولي او وايي دوى د دې ترڅنگ چې د ولسمشر له دې گامه هرکلى کوي پوره چمتو دي چې ډېر ژر د هغو دوسيو چې وار دمخه څارنوالي کې څېړل شوي او استيناف محکمې پرې پرېکړه کړې ليست برابر او ولسمشر ته يې وسپاري.

د افغانستان د بشري حقونو د ټولنې مشر لعل گل لعل ويلي دي دا به گرانه وي چې څارنوالي دې په دومره لږ وخت کې دومره ډېرې دوسېې وڅېړي خو وايي که دا وکړي نو دابه يو لوى گام وي.

ښاغلى لعل دا په هېواد کې د قانون د واکمنولو په برخه کې لوى گام بولي او ولسمشر ستايي چې له خلکو سره پر خپلو کړو ژمنو ټينگ ولاړ دى.

ورته مطالب