د لښکر ګاه په امنیې قومندانۍ ځانمرګی برید شوی

Image caption وسلوالو د دغه برید مسولیت منلی او ادعا کوي چي حکومتي ځواکونو ته یی دروند زیان اړولی

هلمند ولایت کي یو ځانمرګي برید کي د پولیسو یو افسر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې د مرکز لښکرګاه د پولیسو د امنیه قومندانۍ په دوهم قرول کې رامنځته شوی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایې چي برید ګر د پولیسو یونیفورم او د هویت کارت څخه په ګټې اخیستنې د پولیسو قومندانۍ ته ننوتي وو.

وسلوالو د دغه برید مسولیت منلی او ادعا کوي چي حکومتي ځواکونو ته یی دروند زیان اړولی.

بلخوا د ارزوګان چورې ولسوالۍ په انعام سیمه کي د ماین یوې چاودني لږ تر لږه څلور کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، دغه پیښه تېره شپه لس نیمي بجي هغه مهال رامنځته شوه چې مېله وال د اختریزې میلې څخه خپلو کورنو ته پر لار و چي موټر یې د سړک غاړې پر ماین برابر شو.

ښاغلی نایاب وایي چې ډاکټرانو د ځینو ټپیانو روغتیایی وضعیت د اندېښني وړ بللي.

د يو بل خبر له مخي د اروزګان دهراوود ولسوالۍ په کلا مرچه سيمه کې د یوه ماین چاودنې دوه تنه وژلي او دوه نور یی ټپیان کړي دي.

د والي وياند دوست محمد ناياب وایي چي دغه پیښه تیره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چي د ولسي وګړو پر موټر سايکلانو چاودنه شوې ده.

په وژل شويو کې يو تن د کندهار د عالي دارالمعلمين محصل او دوهم تن يې په اروزګان کې د دولسم ټولګي زدکوونکى و.

ويل کيږي چې دا کسان هم ميله وال و او دهراوود ولسوالۍ ته روان و.

ددي پېښو پړه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي.

ورته مطالب