د کابل بانک قضيه تر استېناف محکمې ورسېده

Image caption کابلبانک څلور کاله وړاندې له دې امله ديوالي شو، چې نژدې يو ميليارد ډالر يې ورک شول

د افغانستان لويې څارنوالۍ د ولسمشر اشرف غني احمدزي له فرمان سره سم نن د کابل بانک په قضيه کې د ښکېلو ۲۱ کسانو دوسيې استېناف محکمې ته وسپارلې.

ولسمشر غني د خپل کار په دويمه ورځ لويې څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه چې په يوه اوونۍ کې دننه د کابل بانک دوسيه له سره وڅېړي او ښکېل کسان ونيسي.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، تر اوسه يې اووه کسان نيولي او د نورو د نيولو په لټه کې دي.

کابل بانک څلور کاله وړاندې له دې امله ديواليه شو، چې نژدې يو ميليارد ډالر يې ورک شول.

عبدالله ستانکزی خپل رپوټ کې لیکي:

له هغه ټيک لس ورځې وروسته چې افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د کابل بانک د مالي قضيې د څېړلو امر وکړ، لويې څارنوالۍ د ۲۱ کسانو دوسيې استيناف محکمې ته وسپارلې.

د کابلبانک د قضيې څېړلو ځانګړې محکمې ۲۱ کسان ښکېل بللي، چې د دغه بانک مشر خليل الله فيروزي او اجراييوي رييس شيرخان فرنود د محکمې په حکم زنداني دي او په قضيه کې ښکېل نور ۱۹ کسان په ضمانت ازاد کرځي.

لويه څارنوالي وايي، د دې ډلې اووه تنه نور يې هم نيولي او د پاتې کسانو د نيولو لټه روانه ده.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ وياند عبدالبصير عزيزي وايي، څارنوالۍ د ولسمشر له فرمان سره سم په خپل وخت خپل کار بشپړ کړی دی.

کابلبانک څلور کاله وړاندې ديوالي شو او هغه مهال د دغه بانک د قضيې د څېړلو ځانګړې محکمې وويل څه دپاسه ۹۰۰ ميليون ډالر له دغه بانک نه ورک شوي دي.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، تر اوسه د ورکو شويو پیسو شاوخوا ۱۸۴ ميليونه ډالر يې بېرته ترلاسه شوي او د نورو د پيدا کولو هڅې روانې دي.

لويې څارنوالۍ تر دې وړاندې هم دا دوسيه څېړلې وه او وايي دا ځل يې د استيناف محکمې هغه غوښتنې هم عملي کړې چې د دغې دوسيې د لا سپيناوي لپاره يې کړې وې.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال ويلي و، چې د فساد له منځه وړل به يې د کار په لومړيتوبونو کې وي او واک ته د رسېدو په دويمه ورځ يې د کابلبانک دوسيه بيا پرانسته.

ورته مطالب