"امریکا له افغانستان سره مرسته شوې ۱۶ الوتکې پلورلې دي"

د انځور حقوق SIGAR
Image caption دغه ۱۶ الوتکې ټوټه کړلی شوې او د ۳۲ زره ډالرو په بدل کې پلورلی شوې دي

د افغانستان بیا رغاونې چارو کې د امریکا ځانکړی مفتش وايي، د امریکا هوايي ځواک افغان پوځ ته د مرستې په توګه ورکړلې شوې ۱۶ الوتکې ټوټه کړلی شوې او په کباړ کې یې پلورلی شوې دي.

دغه الوتکې، چې د زړښت له کبله پر ځمکې ناستې وې د نژدې ۵۰۰ میلیونه ډالرو بدل کې د افغان ځواکونو لپاره پېرل شوې وې.

خو وايي، اوس په ۳۲ زره ډالره پلورلې شوې دي.

افغان پوځ تېر کال دغه ټرانسپورټي الوتکې زړې او له کاره لوېدلې وبللې او بېرته یې امریکايي ځواکونو ته وسپارلې. هغه الوتکې، چې له یوه کلن پرواز وروسته او ان ځینې یې له هېڅ ډول ګټې اخیستنې پرته پر ځمکه کېناستې، اوس د زړو اوسپنو په نوم پلورلې شوې دي.

امریکايي ځواکونو له افغان پوځ سره مرسته شوې شپاړس الوتکې، چې د الوت وړتیا پکې نه وه، ټوټه کړې او د ۳۲ زره ډالرو په بدل کې یې پلورلې دي.

دغه الوتکې پروسږ کال د ۵۴۷ میلیونه ډالرو بدل کې پېرل شوې وې او افغان پوځ ته سپارل شوې وې، چې یوه موده یې د ځمکې مخ ونیو او بېرته امریکايي ځواکونو ته وسپارلې شوې.

د افغانستان بیا رغاونې چارو څارنې لپاره د امریکا عمومي مفتش جان سوپکو د امریکا هوايي ځواک له مشره غوښتي، چې توضیحات ورکړي، چې ولې دغه الوتکې د زړو اوسپنو په نوم پلورلې شوې دي.

د امریکا پوځ له دې مخکې ویلي و، چې له ایټالوي شرکت ( الینا ) سره یې د دغو الوتکو د پېر قرارداد فسخ کړی دی.

یاد شرکت له دغو ټولټال شلو سي اووه ویشت (C۲۷)-G۲۲۲) ) ډوله الوتکو نه ۱۶ افغانستان ته لېږدولې وې او په پام کې وه، چې څلور نورې یې هم افغانستان ته ولېږدولی شي. د افغانستان بیا رغاونې چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش دغه راز د امریکايي هوايي ځواک له مشره غوښتي، چې د پاتې څلورو الوتکو د برخه لیک په اړه توضیحات ورکړی.

د انځور حقوق SIGAR
Image caption له ویجاړېدو مخکې د افغانستان بیا رغاونې برخه کې د امریکا ځانکړی مفتش د دغو الوتکو د لیدنې پر مهال

د افغانستان هوايي ځواک قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ وايي، دغه الوتکې د دوی لپاره د ګټې اخیستنې وړ نه وي. د افغانستان هوايي ځواک قومندان په وینا د امریکا هوايي ځواک اوس له افغان هوايي ځواک سره د څلورو لویو ټرانسپورټي الوتکو مرسته کړې، چې وايي درې یې د افغان هوايي ځواک په واک کې ورکړل شوې دي. اوسمهال د هوايي ځواک بیا رغاونه د افغان حکومت له لومړیتوبونو نه یوه ده.

افغان پوځ پلان لري، چې د روان میلادي کال تر پایه د پیلوټانو روزنې، د لېږد رالېږد الوتکو او هیلیکوپترونو برخه کې خپل هوايي ځواک ۷۰ سلنه بشپړ کړي.

افغان پوځ دغه راز پلان لري، چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې خپل نژدې څلور سوه کسه پیلوټان وروزي.

ورته مطالب