افغان پوځ ته د ۶۲ میلیارد ډالرو مرستې جزییات

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر امریکا سربېره، د نړۍ نورو لویو قوتونو هم د افغانستان له پوځ او پولیسو سره نغدي مرسته کړې، چې دقیقه شمېره یې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

د افغانستان د بیارغونۍ په اړه د امریکايي مرستو د څارنې عمومي ادارې 'سیګار' په یوه راپور کې ویلي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره نژدې ۶۲ میلیارد ډالر مرسته شوې ده.

ددغه راپور پربنسټ، دغه مبلغ د هغو ۱۰۴ میلیارد امریکايي مرستو یوه برخه ده، چې په دغو کلونو کې یې له افغانستان سره کړې، خو په اړه یې ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.

اوس سیګار پخپل یوه راپور کې وايي، دغه ۶۱.۷۷ میلیارد ډالر د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سمبالښت، تدارکاتو، خدمتونو، روزنې او همداشان د استوګنې د ځایونواو پر زېربنايي کارونو لګول شوي.

ددغه راپور پربنسټ، چې د امریکا د کانګرس له لوري وړاندې شوی، ۳۰.۵۹ میلیارد نور ډالر د حکومتوالۍ، پراختیا، او ۸،۹۱ میلیارد ډالر نور د ناپوځي چارو، او ۲،۸۴ میلیارد ډالر د بشردوستانه چارو لپاره ځانګړي شوي وو.

د سیګار اداره وړاندې لیکي، چې له ۴۸.۲۳ میلیارد ډالرو، چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د لګښت لپاره ورکړل شوي، ۳۱،۹۳ میلیارد ډالر پوځ او ۱۵،۹۴ میلیارد نور ډالر پولیسو ته ورکړل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونۍ په اړه د امریکايي مرستو د څارنې عمومي ادارې 'سیګار' مشر جان ساپکو پخپل راپور کې لیکلي، له هغه مبلغ نه چې د افغانستان پوځ ته ورکړل شوي، نژدې ۱۲،۲۶ میلیارد ډالر د څارنې او ساتنې چارو، او تر یو میلیارد ډېر نور ډالر د ۱۹۵ زرو پوځیانو د تجهیزاتو او لېږد رالېږد لپاره لګول شوي.

ددغه راپور پر اساس، ۱۸۷ زره افغان پولیسو په دې موده کې پر څارنې او ساتنې لګولي، او تر درې نیم میلیارد ډېر نور ډالر د تجهیزاتو او لېږد پر برخو او نژدې درې نیم میلیارد ډالر د دوی پر روزنې لګول شوي.

Image caption د سیګار دغه راپور د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی

د سیګار په راپور کې دا هم راغلي، چې هر کال د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان امنیتي بنسټونو لپاره غیر معیاري تجهیزات اخیستل شوي.

مخکې د ښاغلي ساپکو دفتر ویلي وو، د افغانستان بیا رغاونې چارو کې د امریکا ځانکړی مفتش وايي، د امریکا هوايي ځواک افغان پوځ ته د مرستې په توګه ورکړل شوې ۱۶ الوتکې ټوټه کړل شوې او په کباړ کې پلورل شوې دي.

پر امریکا سربېره، د نړۍ نورو لویو قوتونو هم د افغانستان له پوځ او پولیسو سره نغدي مرسته کړې، چې دقیقه شمېره یې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

افغان پوځ پلان لري، چې د روان میلادي کال تر پایه د پیلوټانو روزنې، د لېږد رالېږد الوتکو او هیلیکوپترونو برخه کې خپل هوايي ځواک ۷۰ سلنه بشپړ کړي.

افغان پوځ دغه راز پلان لري، چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې خپل نژدې څلور سوه کسه پیلوټان وروزي.

ورته مطالب