کابل او ننګرهار کې دوو ځانمرګو بریدونو درې افغانان وژلي

د انځور حقوق EPA
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي، برید کې بهرنیانو ته زیان نه دی اوښتی، خو طالبانو د ۱۰ بهرنیانو د وژلو کېدو او ټپي کېدو ادعا کړې

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر موټرو ځانمرګي برید یو ولسي وګړی وژلی. بل خوا په ختیځ ننګرهار ولایت کې هم یوه ځانمرګي دوه ولسي وګړي وژلي شپږ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې پر ګهیځ شاوخوا اته بجې د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ جوی ده سیمه کې د روغتون مخې ته یوه ځانوژونکي پر ځآن پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولی، چې دوه ولسي وګړي یې وژلي او شپږ نور ټپیان دي.

سرچینې د دغه برید پړه نېغ په نېغه پر طالبانو اچولې ده، خو تر اوسه طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د کابل برید

بل خوا، یاد وزارت وايي، په کابل کې ځانمرګي برید یو ولسي وګړی وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption طالبان وايي، په برید کې د بهرنیو ځواکونو موټر 'کاملاً' ویجاړ شوی

د کورنیو چارو وزارت مرستیال بصیر سالنګي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا برید نن (دوشنبه) ګهیځ د کابل ختیځ څرخي پله پر غځېدلي سړک په قابل بای سیمه کې وشوه.

نوموړی وايي، برید په موټر کې د یوه سپاره ځانوژونکي له خوا شوی، چې موټر یې له چاودېدونکو توکو ډک کړی و.

بل خوا، د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب الله دانش بي بي سي ته وویل، ظاهراً د برید هدف په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یو تېرېدونکی کاروان و، خو یو ولسي وګړی پکې وژل شوی او نړیوالو ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

که څه هم هغه ډېر جزییات ورنه کړل، خو وویل چې پولیس سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption برید له سیمې د بهرنیو ځواکونو د تېرېدو په حال کې شوی

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

دغې ډلې ویلي، نن ګهیځ نژدې اوه بجې، یوه ځانمرګي برید کوونکي د کابل نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چوولی دی.

دغې ډلې پر خپلې ټویټر پاڼې په دې برید کې تر لسو پورې د بهرنیو ځواکونو د وژلو او ټپي کولو او د هغوی د موټرو د بشپړې ویجاړېدا ادعا کړې ده.

کندوز

بل پلو، په کندوزو ولایت کې نن ګهیځ د دغه ولایت د مستوفیت د مرستیال مشر پر موټر پورې چاودېدونکي توکي نښلول شوي، چې په چاودلو یې درې کسان ټپیان شوي.

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسیني وايي، په چاودنه کې مرستیال مستوفي طاهر خان او د کندوز دوه نور اوسېدونکي سخت ټپیان شوي.

ورته مطالب