سرپل کې طالبانو ۱۴ افغان سرتېري وژلي

د انځور حقوق moi.gov
Image caption د سرپل والي وايي، د شپې ناوخته د نړیوالو ځواکونو الوتکه ورغله، خو له دوی سره یې چندان همکاري ونه کړه.

د افغانستان شمالي سرپل والي بي بي سي ته وویل، د لغمان او کوهستاناتو ولسوالۍ ترمنځ په یوه غرنۍ سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه کتار طالبانو برید کړی، چې لږترلږه ۱۴ امنیتي کسان پکې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د سرپل والي عبدالجبار حقبین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، برید د تېرې یکشنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د کوهستاناتو په علف سفید سیمه کې پیل شوی، چې د شپې تر ۱۱ پورې یې دوام درلود.

نوموړي وویل، په دغه کاروان کې، چې مرکز ته پر لاره وو، ملي پولیس، د ملي اردو سرتېري او د عامه نظم سرتېري پکې شامل وو.

نوموړی وايي، که څه هم د امنیتي ځواکونو کاروان کې ۲۰۰ کسان وو، خو د طالبانو ناڅاپي کمین دوی دې ته اړ کړل، چې د هوايي ځواک مرسته وغواړي، خو په وینا یې پر وخت ور ونه رسېده.

د سرپل والي وايي، د شپې ناوخته د نړیوالو ځواکونو الوتکه ورغله، خو له دوی سره یې چندان همکاري ونه کړه.

دغه چارواکی وايي، طالبانو شپږ امنیتي سرتېري له ځانه سره وړي دي، چې په وینا یې د برید کوونکو له ډلې درې کسان وژل شوي او یو نیول شوی.

د سرپل والي دا هم وویل چې "په برید کې ټول ټال د پولیسو او پوځ اووه موټر ویجاړ شوي دي".

پر همدې مهال، د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت شینوارو کې د یوه روغتون مخې ته یوه ځانمرګي برید دوه ولسي وګړي وژلي شپږ نور ټپیان دي.

بل خوا، په کابل کې هم د څرخي پله پر سړک د بهرنیو ځواکونو پر موټرو ځانمرګي برید یو ولسي وګړی وژلی دی.

ورته مطالب