برېښنا شرکت د ځینو زورواکانو له ناقانونه کړنو پرده پورته کړه

Image caption برېښنا شرکت یاد شوی بنسټ ګواښ کوي که دا ځل هم پوروړي خپل لګښت ورنه کړي، نوملړ به یې رسنیو ته وسپاري.

د افغانستان برېښنا شرکت د یوشمېر زورواکانو له ناقانونه کړنو پرده پورته کړې ده، چې وايي، مودې وشوې چې د برېښنا لګښتونه یې نه دي ورکړي.

په افغانستان کې ډېر خلک دا خبره کوي، چې تر ډېره زورواکان قانون تر پښو لاندې کوي، دا ځل هم یو شمېر زورواکانو د برېښنا د لګښت پر پیسو خیټه اچولې ده.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل راپور کې وايي، د هغه برېښنا پر لګښت چې په سلو ستونزو سره له نورو هېوادونو پېرل کېږي، او بیا دغه هېواد ته رالېږدول کېږی، خو کله هم چې برېښنا پرې شي، د برېښنا شرکت د چارواکو په وینا تر ټولو مخکې د همدغو زورواکانو فریاد اسمان ته رسېږي.

د یاد شوي بنسټ سوداګریز مشر میرویس عالمي وايي نور اړ دي چې د برېښنا د ناقانونه کارونې مخه ونیسي.

دی وايي سر له سبا به د هغو ټولو کسانو برېښنا پرچاو کړي، چې وړیا یې انګیرلې ده، وايي دی ته به هم نه ګوري چې کارونکي څوک دي او او دنده یې څومره ستره ده:

Image caption اندېښنه دا ده که که زورواکان د برېښنا لګښت ورنه کړي، راروان مهال به په څه سره برېښنا پېرل کېږي.

''د ولایتونو رییساتو ته قاطع امر شوی، هرهغه څوک چې د برېښنا د لګښت له پیسو ورکولو ډډه کوي، د برېښنا مزي یې دې غوڅ شي او لیست یې دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورکړل شي. زموږ دغه کمپاین به له والي نیولې تر جیوالي پورې تطبیقېږي. هېڅ استثنا نه شته، د ولسمشر تر سلاکار پورې به رسنۍ له ځانه سره بوځو چې موږ یې مزی پرې کړی، موږ له دوی هېڅ وېره نه لرو، عادي کسان وزیر او سلاکار هم شاید پکې راشي''.

۱۸ میلیون ډالر پوروړي

ښاغلي عالمي وویل چې دغه کسان څه باندې ۱۸ میلیون ډالره پوروړي دي.

وسمهال نژدې ۴۰ سلنه افغانان له برېښنا برخمن دي، چې ۱۵ سلنه یې د افغانستان خپل تولید، او ۲۵ سلنه نوره یې له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران هېوادونو رالېږدول کېږي.

اړوند چارواکي وايي چې د رالېږدونکې برېښنا لپاره په کال کې تر ۲۳۰ میلیونو ډالرو پورې لګښت ورکوي.

اندېښنه دا ده که که زورواکان د برېښنا لګښت ورنه کړي، راروان مهال به په څه سره برېښنا پېرل کېږي.

ورته مطالب