له افغانستان سره د ټپي شوې کاناډایۍ خبریالې مینه

Image caption د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس جرمنۍ عکاسه آنیا نیدرینګهاس (ښۍ خوا) په برید کې ووژل شوه، خو کتي ګنن سخته ټپي شوه.

د اسوشېټېډ پرېس خبریاله کتي ګنن، چې د روان کال په وري میاشت کې د یوه افغان پولیسو له خوا سخته ټپي او ملګرې یې ووژل شوه، بېرته افغانستان ته راستنېدل غواړي.

د افغانستان په خوست ولایت کې پر کتي ګنن او د هغې پر ملګرې آنیا نیدرینګهاس تر خونړۍ پېښې ټیک اووه میاشتې وروسته، آغلې ګنن د کامرې مخې ته راڅرګنده شوې چې بېرته افغانستان ته د ستنېدو هوډ وښيي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس دغه دواړې خبریالانې د روان کال په وري میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو د پوښښ لپاره د ټاکنیز کمیسیون له یوې ډلې سره د خوست تڼیو ولسوالۍ ته تللې وې، چې یوه افغان پولیس پرې د ټوپک ماشه ټینګه کړه.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس جرمنۍ عکاسه آنیا نیدرینګهاس په برید کې ووژل شوه، خو کتي ګنن، چې شپږ مرمۍ خوړلې وې، سیمه ییز روغتون ته ولېږدول شوه.

د انځور حقوق
Image caption کتي ګنن وايي، پر هغې او د هغې پر ملګرې ډزې کوونکی کس په افغانستان کې د یوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی دی.

ویل کېږي، په داسې حال کې چې هغې د ټپونو له کبله ساه نه شوای اخیستی، ژباړن یې ورته ویل چې لطفاً موږ مه پرېږده.

دغه خبریاله په خوست کې تر سربېرنې درملنې وروسته کابل او بیا جرمني ته ولېږدول شوه.

هغه وايي چې د خوست د سیمه ییزو ډاکټرانو د احسان پوروړې ده، وايي کله چې افغان ډاکټرانو د هغې درملنه کوله، ورته ویل یې چې "اندېښنه مه کوه، ستا ژوند هماغومره موږ ته مهم دی، لکه تا ته چې اهمیت لري".

د کتي ګنن په وینا، که چېرې یې جرمنۍ ملګرې ژوندۍ وای، شاید همدا شان احساس به یې درلود او افغانستان ته به بېرته ستنه شوې وای:

د انځور حقوق
Image caption هغه سراچه موټر چې وژل شوې خبریاله پکې سپره وه.

''زه پوهېږم چې هغې به هم دقیقاً همداسې احساس لاره لکه زه یې چې لرم. هېڅکله یو وسله وال لېونی کس داسې پرېکړه نه شي کولی چې زما راتلونکی به څه ډول وي. یقیناً زه بېرته افغانستان ته ستنېږم''.

کتي ګنون نژدې درې لسیزې د افغانستان خبرونه ورکړي، چې وايي له دغه هېواد او خلکو سره زښته ډېره مینه لري.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس خبریال او د کتي ګنن نژدې ملګری امیر شاه وايي، دغه کاناډایۍ خبریاله د افغانستان په اړه ډېر مالومات لري.

کتي ګنن وايي، پر هغې او د هغې پر ملګرې ډزې کوونکی کس په افغانستان کې د یوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی دی.

په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر اوسه ۴۲ خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، چې ۱۳ یې بهرني ژورنالستان وو.

ورته مطالب