اردوغان او احمدزي د اوږدمهالې همکارۍ هوکړه وکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption ترکیه له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري، خو له پاکستان سره یې هم له څو لسیزو راهیسې ستراتیژيک اړیکي ټینګ کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې د اوږدمهاله همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

ښاغلي احمدزي ددغې هوکړې تر لاسلیکولو وروسته خبریالانو ته وویل، افغانستان له ترکیې سره نېک اړیکي لري، چې په تېرو څو کلونو کې یې له افغانستان سره د پام وړ مرستې کړې دي.

هغه دا هم وویل، د ترکیې په لومړي بیارغنیز ګام کې د بهاء الدین مدرسه بیا ورغول شي، او په پام کې ده چې ترکیه په کابل کې د مولانا جلال الدین په نامه پوهنتون جوړ کړي.

ترکیې د کابل علي اباد د روغتون د بیارغولو ژمنه هم کړې ده.

ښاغلي احمدزي وویل، له ترکي ولسمشر سره د اسلامي نړۍ پر روانو حالاتو وغږېد، او له اسلامي هېوادونو سره یې د ترکیې همکاري اغېزناکه وبلله. د افغانستان ولسمشر وویل:

د ترکیې له تجربو ګټه اخیستل

''د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د غځولو په لړ کې به ددواړو هېوادونو د کابینو، ادارو او مسلکي او باتجربه کسانو ترمنځ د اصلاحاتو لپاره کار وشي، او د ترکیې له تجربو به پند واخیستل شي''.

هغه دا هم وویل، په وچه کې راګیر افغانستان هڅه کوي چې له ترکمنستان او خزر سمندر نه ترکیې ته د وچې له لارې یو پول وګرځول شي.

نوموړي دې په اشارې سره، چې افغانستان په پام کې لري، خپلې ترانزیتي لارې ټینګې کړي، او ترکیه هم خپل هوايي مدیریت غښتلی کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي همکاریو بهیر دوام وکړي.

د ترکیې ولسمشر هم وویل، د افغانستان او ترکیې ترمنځ به د همکارۍ داسې زمینه برابره کړي، چې ترکي وګړي د افغانستان له خلکو سره لا ډېره همکاري او مرسته وکړي.

هغه وویل، ترکیه د کابل د هوايي ډګر د جوړونې چارې پرغاړه اخیستې دي.

رجب طیب اردوغان د افغانستان،ترکیې او پاکستان ترمنځ درې اړخیز بهیر ته په اشارې سره وویل: ''په دې ناسته کې مو هوکړه وکړه چې دغه بهیر له سره پیل شي؛ ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځچې هر ډول ستونې وي، باید د راتلونکو فعالیتونو لپاره خنډ پرې نه وځي''.

ترکي ولسمشر ټینګار وکړ چې د ترکیې، افغانستان او پاکستان ترمنځد درې اړخیزې ناستې جوړېدو وخت به وروسته وټاکل شي.

هغه وویل، ترکیه په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی نیسي، او افغاني کرنیزو محصولاتو ته به په ترکیه کې د بازار موندنې لپاره ګامونه اوچت کړي.

اوسمهال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳۰۰ میلوین ډالرو ته رسېږي، خو د ترکي ولسمشر ټینګار دا دی چې د هېواد وزیران به یې د افغانستان د زېربنايي چارو، لکه تېلو رایستلو، د تېلو د زېرمو په اړه څېړنو او کرنیزو محصولاتو د ډېرولو په اړه له افغان وزیرانو سره په ګډه کار وکړي.

ترکیې په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption ترکیه له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري، خو له پاکستان سره یې هم له څو لسیزو راهیسې ستراتیژيک اړیکي ټینګ کړي دي.

ترکیه په افغانستان کې ۳۹۳ سرتېري لري، خو په تېرو کلونو کې یې په جګړه ییزو ماموریتونو کې برخه نه ده اخیستې، بلکې د کابل په څنګلوري وردګو ولایت کې یې د ولایتي بیارغونې چارې مخته وړلې.

همدا لامل دی، چې په افغانستان کې د ترکي سرتېرو تلفات نه وو. له تېر یوه کال راهیسې ترکیه هڅه کوي، چې د پاکستان، افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکي ښه شي، همدا ده چې په تېر کې په انقره کې د درې واړو هېوادونو د مشرانو ترمنځسرمشریزه جوړه شوې وه.

ترکیه له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري، خو له پاکستان سره یې هم له څو لسیزو راهیسې ستراتیژيک اړیکي ټینګ کړي دي.

همدا لامل دی چې د ترکیې مشرانو له همدغو اړیکو په ګټې اخیستلو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب کولو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب