کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسو شوراګانې جوړوي

Image caption د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې د ښځینه پولیسو شمېر پنځه زره تنو ته لوړ کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ښځینه پولیسو شوراګانې جوړې کړي.

د دغو شوراګانو لپاره داکتوبر په ۲۰ مه کابل کې یو سیمینار جوړیږي، د کورنیو چارو وزارت د جندر د څانګې مشره هیله لري چې د دغو شوراګانو په رامنځته کولو سره به د ښځینه پولیسو ستونزو ته ډېر پام وشي.

اوس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې شاوخوا دوه زره او درې سوه مېرمنې په دندو بوختې دي.

سمیع الله موسی زي له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، د ښځینه پولیسو د ستونزو په ډاګه کول او هغو ته د حل لارې لټول، له ښځو سره د بد چلند له منځه وړل او د پولیسو له لیکو سره د ښځو او نجونو یو ځای کېدل د افغانستان د ښځینه پولیسو د شوراګانو د رامنځته کولو اساسي هدفونه بلل کېږي.

په پام کې ده د همدې هدف تر لاسه کولو لپاره په کابل کې د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د ښځینه پولیسو استازې سره را ټولې شي او د ښځینه پولیسو د ستونزو په اړه په یوه لارښود سیمینار کې خبرې وکړې.

په ولایتونو کې د ښځینه پولیسو شوراګانو د جوړلو په اړه خبرې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې وویل، چې افغان ښځینه پولیسې له جنسي ځورونې سره مخامخ دي او حکومت هم نه دي توانیدلی چې دوی ته د کار لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

د کورنیو چارو وزارت د جندر د څانګې مشره مل پاسوال حکمت شاهي وايي د دغو شوراګانو په رامنځته کولو هڅه کوي د ښځینه پولیسو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

حکمت شاهي وايي اوس شاوخوا ۲۳۰۰ مېرمنې د افسر، سرتېري او ملکي کارکوونکې په توګه د کورنیو چارو وزارت په بېلابیلو څانګو کې په دنده بوختې دي.

د کورنیو چارو وزارت د جندر څانګې مشره وایي د پولیسو په لیکو کې د ښځو د ونډې زیاتول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې شاوخوا دوه سوه افغانانې ترکیې ته د پولیسي زده کړو لپاره واستولې شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو څو کلونو کې د ښځینه پولیسو شمېر پنځه زره تنو ته لوړ کړي او په اوږد مهال کې به په لسو کلونو کې د ښځینه پولیسو شمېر لسو زرو ته ورسیږي.