په کنډوالو کې رادیويي او تلوېزیوني خپرونې

زهرا
Image caption زهرا د ګهیځ په سړه هوا کې د (سهار په خیر غزنه) خپرونه وړاندې کوي، خو یخنۍ یې پر خبرو هم اغېز کړی.

څه موده وړاندې د غزني د رادیو او تلویزیون ریاست ودانیو ته په درنو چاودنو کې سخت زیان واوښت. ودانۍ يې له لویه سره د استفادې وړنه دي، خو ددغه ریاست کارکوونکي لا په همدې کنډوالو کې د مایک شاته ناست او اوس هم رادیویي خپرونې چمتو کوي.

هغوی وايي، که ژمی سخت نه و. نو په همدې ډول به خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.

سهار وختي، د رادیو یوه ښځینه کارکوونکې په کوچنۍ کوټه کې چې شاوخوا دیوالونو ته يي د رخت پردې ورکړې، مایک ته ناسته او د (سهار په خیر غزنه) خپرونه وړاندې کوي.

خو له یخنۍ ریږدي او په خبرو کې به يي هم ښايي اوریدونکي دا احساس کړي. هغې خپل نوم راته زهرا وښود او د خپلو خپرونو په اړه يې راته وویل:

په اشارو خبرې

''زه له اوږدې مودې راهیسي په رادیو کې کار کوم په تیر کې ښه و. د رادیو ودانۍ ځانته او د تلویزیون ودانۍ هم جلا وه. څو خونې مو درلودلې، اوس له چاودنې وروسته همدا یوه کوټه لرو دلته هم د ایډیټ چارې او هم د خپرولو کار کوو، همدا زموږ ادارې شعبه هم ده ټول په اشارو خبرې کوو، هر شېبه دروازه خلاصیږي او پورې کیږي په خپرونو کې ګډوډي رامنځ ته کېږي. دلته د خبرونو څانګه هم ده د کار په برخه کې ډېرې ستونزې لرو خپرونې په کنډوالو کې کوو''.

Image caption د نشراتو ریاست کارکوونکي په یوه خونه کې ټول کارونه چمتو کوي

ددغه ریاست د نشراتو د څانګي له کارکونکي عبدالوکیل اشرفي سره مخامخ شوم، چې له ورته ستونزو یې سر ټکاوه.

هغه وايي تر اوسه زموږ دې کړېدلي حالت ته هېڅ کوم ولایتي چارواکی نه دی راغلی او نه يي هم له ېږدې زموږ له ستونزو ځان خبر کړی:

''کابو یوه نیمه میاشت وشوه چې د چاودنې په پېښه کې زموږ ودانۍ له ټولو شتو او اسنادو سره له منځه لاړه، خو هېڅ چارواکي هم دا ونه ویل، چې دلته هم کومه ستونزه شته او که نه؟ زه په دې باور یم چې زموږ چارواکي اصلاً د رسنیو په اهمیت نه پوهېږي او دا هم ورته روښانه نه ده چې رسنۍ د خلکو او دولت ترمنځ د پله حیثیت لري. همدا وجه ده چې خلک له دولته لیرې شوي او په دولت يې باور له لاسه ورکړی''.

Image caption چاودنو د غزني رادیو تلوېزیون ودانۍ او امکانات ګډوډ کړل

کله مې چې په دې اړه د رادیو له امر سره خبرې وکړې، هغه راته وویل:

''له بده مرغه چې اوس د مالي کال وروستۍ میاشتې دي د ودانیو جوړولو لپاره خو بودیجه نشته. خو د ولایت چارواکو هم له فزیکي بودیجې څخه له رادیو سره هېڅ مرسته نه ده کړې. او یوازې په مرکز کې له مسؤولینو سره په دې اړوند پر تیلیفون خبرې کېږي.

که چېرې دې حالت دوام وکړ، نو لکه چې اوس مو د تلویزیون خپرونې او نشرات نشته، کېدای شي د رادیو د خپرونو وخت هم کم کړو. ژمی راروان دی په هغه وخت کې ناشونې ده چې نشرات ورکړای شو''.

په غزني کې د دولتي تیلویزون خپرونې د ۱۳۶۳ کال په وروستیو او د رادیوهغه يې له دې وړاندې پیل شوې، چې بیا د مجاهدینو او طالبانو د واکمنیو پرمهال د تلویزیون نشرات بند او رادیو خپلې خپرونې له ستونزو سره سره پرمخ وړلې.

خواوس د نړیوالې ټولنې له مرستو سره سره، ښايي دواړه چینلونه له خپرونه وروسته پاتې شي.

Image caption د نشراتو کارکوونکی عبدالوکیل اشرفي وايي، د دوی ستونزمن حالت لیدلو ته هېڅ ولایتي چارواکي سر نه دی ورښکاره کړی

ورته مطالب