سرتاج عزیز کابل کې له افغان چارواکو سره لیدلي

سرتاج عزیز د انځور حقوق Reuters
Image caption تېر کال، سرتاج عزیز ویلي وو، اسلام اباد چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان د سولې له عالي شورا او حکومت سره مرسته وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، چې نن د افغان چارواکو سره د لیدنې کتنې لپاره کابل ته تللی، له افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي او اجرایوي مشر عبدالله عبدالله سره یې جلا، جلا وکتل او پر سیمه ییزو حالاتو او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په ښې راشه درشه خبرې اترې وکړي.

په تېره یوه لسیزه کې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې ترینګلې وې، خو له ارګه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د نوي افغان حکومت په جوړیدو سره یو ځلې بیا دغه فرصت برابر شوی چې پر یو بل باور او ویسا زیاته شي.

محمود کوچی په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، چې په افغانستان کې د ملي یوالي حکومت تر جوړیدا وروسته سرتاج عزیز د پاکستان لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی، چې کابل ته سفر کوي.

ښاغلي عزیز له افغان ولسمشر اشرف غني احمد زي او اجرایوی مشر عبدالله عبدالله سره په جلا جلا لیدنو کې په افغانستان کې د سولې پر بهیر، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې. خو له دغو لیدنو کتنو وروسته یوه یې هم د رسنیو تر مخ د کتنو جزیات نه دي په ډاګه کړي .

خو د ښاغلي عبدالله یو تن ویاند د غږ نه خپرولو په شرط رسنیو ته همدومره ویلي، چې دواړو غاړو په افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړیدا وروسته پخپلو کې پر ټینګې راشه درشې ټینګار کړی.

دغه ویاند وايي، چې په افغانستان کې د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له پاکستانه پر افغانستان د توغندیو توغول هغه موضوعګانې وې، چې دواړه لوري پرې غږیدلي دي .

دغه پاکستاني چارواکي افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې د افغان حکومت په مشرۍ به د سولې له بهیره ننګه کوي او دا یې هم ویلی چې له ترهګرۍ سره مبارزه هم د دوی په لومړیتوبونو کې راځي.

خو ښاغلي عزیز ویلي چې د پولې غاړه د توغندیو توغول د دوی نه بلکې د هغه په خبره دا د افغان دولت د مخالفو وسله والو کار دی، هغه وايي اسلام اباد هڅه کوي چې د توغندیو توغول د افغانستان پر خاوره ودرول شي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان د ملي امنیت سلاکار افغان ولسمشر او اجرایوی ریس ته بلنه ورکړې وه چې اسلام اباد ته سفر وکړي.

په تېره یوه لسیزه کې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادړونو تر منځ اړیکي ډیر ځله د ترینګلتيا پر لورې کاږه شوي، خو د وخت په تېریدو سره دغه اړیکي څه نا څه ښه شوي هم دي.

اسلام اباد تل ویلي چې کابل د هندوستان په لمسه هڅه کوي دغلته حالات کړکیچن کړي، خو افغان لوري هم تل اسلام اباد ترهګرو ته د پټنځایونو په ورکولو تورن کړی دی.

که څه هم چې دواړو غاړو په تېرو کلنو کې هڅه کړې، چې دغو بې باوریو ته پای ورکړي، خو تر اوسه دغو هڅو کومه جوته پایله نه ده لرلې.

ورته مطالب