۱۵ میلیونه افغانان د بیوزلۍ کرښې لاندې ژوند کوي

د انځور حقوق Getty
Image caption د نړیوالو میلیاردونه ډالر مرستو د کلیوالو خلکو په ژوند کې چندان بدلون رانه وست

په افغانستان کې نژدې ۱۵ میلیونه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې اوسېږي. د نړیوالو میلیاردونه ډالر مرستو د کلیوالو خلکو په ژوند کې چندان بدلون رانه وست.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ملي یووالي حکومت باید میلیونونه وګړي له کړاوه ډک وضعیته راوباسي.

کابل کې زموږ خبریال هدایت الله همیم پخپل راپور کې وايي، د کابل په کوڅو او واټونو کې کارګر ماشومان د ځان ژوندي ساتلو سیالۍ کې ګډون کوي. دوی خپلې ملاوې ټینګې تړلې، چې خپلې کورنۍ ته تر یوې مړۍ ډوډۍ ډېر څه لاسته راوړي.

دوی د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې په همکارۍ د بې وزلۍ له منځه وړلو نړیوالې ورځې پروګرام ته ورغلي وو.

تر دوو سوو ډېر کارګر ماشومان او نجونې د لوبو هغه روزنځي ته لاړل، چې دیارلس کاله مخکې کورنیو جګړو پر کنډوالې اړولی و.

دوی هره ورځ د کابل په واټونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره کرۍ ورځ پر کار بوخت وي، خو دا ځل دا سیالۍ بېل ډول ده، دوی د هغې بې وزلۍ د منځه تللو چې میلیونونه ماشومان یې له کړاو سره مخامخ کړي، او خپل حق غوښتلو لپاره د غږ پورته کول وحق لري.

ډېری ماشومان یتیمان دي، ځینې یې مور یا پلار نه لري، خو هغه چې لري یې، معلول شوي، چې هېڅ یې له وسه نه پوره کېږي؛ همدا ده چې ماشومان په نازکو لاسونو سخت کارونه کوي، خو په اسانۍ سره بې وزلي له دې هېواده خپل ټغر نه شي ټولولی، د افغانستان نژدې نهه میلیون وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د شمېرو له مخې، نژدې درې میلیون ماشومان له خطر سره مخامخ دي.

نابینا ماشومان په دې سیالۍ کې د هېواد ملي سرود غږوي، هغه بې وزله ماشومان، چې وايي که چېرې یې لاس ډک او روغتیايي اسانتیاوې لرلی، شاید نړۍ به یې له جلا نظره کتلې وای.

د ملي یووالي په نامه نوی حکومت د بې وزلۍ ختمول د خپلو لومړیتوبونو په سر کې یادوي.

خو د اړمنو او تنګ لاسو افغانانو هوساینه تر هرڅه وړاندې د حکومت پلان ته اړتیا لري، داسې پروګرام چې د جګړې لمن پکې ټوله او کاري زمینې ډېرې شي.