سیګار: امریکا د افغان کوکنارو پر مخنیوي ۷،۶ میلیارد ډالر لګولي

Image caption یوشمېر کارپوهان وايي چې د کوکنارو ډیره ګټه وسلوالو مخالفانو، قاچاق کونکو، ځايي زورواکانو او د نشيي توکیو مافیا ته رسیږي

د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ "سیګار" په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي دي، متحدو ایالتونو په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو پر مخنیوي څه باندې ۷ نیم میلیارده ډالر لګولي، خو په وینا یې د ۱۹۹۴ میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په دغه هېواد کې د کوکنارو کر درې برابره ډېر شوی.

خو د افغانستان نشه يي توکیو ضد وزارت وايي ددغه پیسو اغېز ځکه لږ و، چې د افغان حکومت په لاس نه دي لګول شوي، بله دا چې وايي ددغو پیسو نیمايي برخه د ناحکومتي اجرايي بنسټونو پر معاشونو، امنیتي او نورو اداري برخو لګول شوې ده او کروندګرو ته نه ده رسېدلې.

مصطفی سالک پرې له کابله راپور لري:

"سیګار" په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې د ډېرېدو په اړه نژدې هیښوونکی راپور ورکړی دی، دغه څارونکی امریکايي بنسټ وايي چې ګواکې امریکې په تېرو دیارلسو کلونو کې ددې لپاره ۷ اعشاریه شپږ میلیارده یانې ۷ زره او ۶۰۰ میلیونه ډالر لګولي چې د کوکنارو کرکیله ودروي.

خو وايي په د کوکنارو کرکېله د بل هر وخت په پرتله ډېره شوې ده، خو د افغانستان د نشه يي توکیو ضد وزارت مرستیال ددغو مرستو د نه اغیزمنتیا یو لامل دا په ګوته کوي، چې ګواکې د ادعا شویو مرستو نیمايي یې کروندګرو ته نه دي رسېدلي.

دغه وزارت وايي، چې ګواکې، دوی ته ددغو مرستو په ترڅ کې ورته له غوايي نه غدود هم نه دی رسیدلی، وايي متحدو ایالتونو په تېرو ۱۳ کلونو کې ایله بیله تر یونیم سلو میلیونو ډالرو پورې د افغان حکومت په لاسونو لګولي دي، چې اغېز یې د کوکنارو د مخنیوي په برخه کې جوت بولي.

افغان چارواکي د کوکنارو د کرکېلې د دود د پیاوړتیا یو لامل ناامني بولي، وايي څومره چې نا امنه ولایتونه امن کیږي په هماغه کچه به د کوکنارو د کر کچه ښکته کېږي.

یوشمېر کارپوهان وايي چې د کوکنارو ډیره ګټه وسلوالو مخالفانو، قاچاق کونکو، ځايي زورواکانو او د نشيي توکیو مافیا ته رسیږي، انګیرل کیږي چې دا چاره د سیمیزو واکمنیو د ټینګیدو او د حکومت د ولکې تنګېدو لامل هم ګرځي، فکر کیږي چې کروندګر له دې لارې لږ څه تر ګوتو کوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان نشه يي توکیو ضد وزارت وايي ددغه پیسو اغېز ځکه لږ و، چې د افغان حکومت په لاس نه دي لګول شوي

"سیګار" د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکیو ضد بنسټ (یو این او ډي سي) د وروستي راپور پر بنسټ وايي چې د ۱۹۹۴ میلادي کال په پرتله ۲۰۱۳ میلادي کال کې د کوکنارو کرل درې برابره ډیر شوي دي.

راپور وايي چې په ۲۰۱۲ کال کې د ۲ میلیارړو ډالرو په ارزښت اپین تولید شوي، خو په ۲۰۱۳ کال کې دا کچه ۳ میلیاردو ته پورته شوې.

سیګار لیکلي چې دغه پیسې د متحدو ایلتونو د یو شمېر اړوندو بنسټونو پر پیاوړتیا، په افغانستان کې د کوکنارو ضد امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا، د متبادل کښت د برابرولو، په دې برخه کې د قوانیونو جوړولو، کروندګرو سره د مرستو او نورو برخو کې لګول شوي دي.

"سیګار" د امریکا له حکومته په کلکه سره غوښتي چې خپلو اړوندو نشه يي توکیو ضد فعالیتونو او د هغو اغېزمنتیا ته له سره بیا کتنه وکړي.

ورته مطالب