کابل کې د تیاتر اتم فیسټیوال

Image caption په کابل کې د تیاتر اتم فیسټیوال د دریو ورځو لپاره ولمانځل شو. (عکس د ادریس فخري).

په افغانستان کې د تیاتر هنر او ډرامې له ډېرو لوړو ژورو تېرې شوې او د هر واکمن نظام په خوښه او غوښتنه کارول شوې دي.

د همدغو ناوړه اغېزو له امله تر ډېره دغه هنر د واکمنو رژیمونو ستاینو ته ځانګړی شوی و.

خو تر ټولو سخته ضربه هغه مهال دغه هنر ته واوښته چې تنظیمي ډلې پر کابل دننه شوې او ټول هغه بنسټونه یې ونړول چې د تیاتر لپاره به یې کار کاوه.

تر دې وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تیاتر او نور ښکلي هنرونه نامشروع او ان حرام وګڼل شول.

په تېرو دیارلسو کلو کې هم د تیاتر وده ګړندۍ نه وه. د تیاتر ژبه لا هم په قالب کې نه ده لوېدلې.

د تیاتر د پخوانيو هنرمندانو او ځوانانو ترمنځ کاري سمون نه لیدل کیږي.

دولت د تیاتر رغېدو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې. د بهرنیو کلتوري موسسو مرسته بنسټیزه نه بریښي.

د تیاتر لیکوالان د ډرامتیکي لیکنې پرځای نثر ته مخ وراړولی او د رسمي او شعاري ډیالوګونو څخه کار اخلي.

Image caption په دې فیسټیوال کې د نارینوو ترڅنګ ښځینه لوبغاړو هم ونډه اخیستې وه. (عکس د ادریس فخري).

خو یو شمېر تیاتر پوهان وايي چې د تیاتر د فیسټوالونو جوړول هغه یوازینۍ لاره ده چې تر ډېره دغه هېر شوی هنر ورسره رغېدلی شي.

په کابل کې د تیاتر اتم فیسټیوال د دریو ورځو لپاره ولمانځل شو.

په دې فیسټیوال کې د افغانستان له ۱۹ ولایتونو څخه ۳۱ نندارې سیالۍ ته وړاندې شوې چې ۱۷ نندارو یې دویم پړاو ته لار ومونده او لیدونکو ته وښودل شوې.

د نندارو ترڅنګ ګډون والو ته د لیکنې او تمثیل په اړه هم مهمې لارښوونې وشوې او د هغو نیمګړتیاو په اړه هغوی ته پوهاوی ورکړل شو چې په نندارو کې څرګندې شوې وې.

د دې تر څنګ یو شمېر ګډونوالو وویل چې د تیاتري ډلو دا ډول راغونډېدل د ملي یووالي نښه بلل کیدای شي.

ممنون مقصودي د افغانستان د سینما پیژندل شوی لوبغاړی د دې فیسټيوال د منځګړیتوب هئیت غړی و.

نوموړي وویل: "نن د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه د تیاتر ډلې د یوه چتر لاندې سره یو ځای شوي او د یو بل نندارو څخه خوند او پند اخلي."

نندارې په بېلابېلو موضوعګانو څرخېدې.

د کندهار تیاتر د (ځانمرګي) په نامه ننداره وړاندې کړه چې د یوې مور یو زوی د ملي اردو سره کار کوي او بل زوی یې په خپل اند د دین د ساتنې لپاره انتحار کوي چې ځان او خپل ورور له منځه وړي.

Image caption یو شمېر ګډونوالو وویل چې د تیاتري ډلو دا ډول راغونډېدل د ملي یووالي نښه بلل کیدای شي. (عکس د ادریس فخري).

د بغلان ولایت ننداره بیا اداري فساد ته ځانګړې شوې وه. همدارنګه د فراه ننداره د یو هنرمند خوار ژوند ته لیدونکي ځیر کړل.

رحمت الله خوستی د خوست ولایت څخه د (لاوران) په نامه ننداره دې فیسټیوال ته وړانده کړه.

نوموړی وایي:

"په نورو فیسټیوالونو کې هم موږ ګډون کړی و. په تېر فیسټیوال کې موږ لومړی مقام تر لاسه کړ. دا ځل مو پریکړه وکړه چې یوه موزیکاله کمیډي ننداره خلکو ته وړاندې کړو چې خلکو ته خندا وروبښو."

د فیسټوال جایزې په دوو برخو کې شپږو ډلو ته ورکړل شوې. د (ګلونو ښاپیرۍ) ننداره چې د پیرمحمد کاروان لیکنه وه او د ننګرهار ډلې وړاندې کړه په دوهمه برخه کې لومړی مقام تر لاسه کړ.

د کابل څخه د (نوربندک خواستګارۍ ته ځي) تر عنوان لاندې ننداره په اوله برخه کې لومړی ویاړ وګاټه.

د افغانستان نا امني د ژوند په هر عمل اغېزه اچولې.

د ننګرهار ډلې یو غړی د دولت مخالفینو د فیسټیوال څخه مخکې په خپل اسارت کې راوست او وروسته یې له منځه یوړ.

خو د دې سره سره بیا هم د ننګرهار ډلې خپله ننداره واړندې کړه.

"زموږ ځوانان د دود او باروت څخه پورته کېږي او په اوچته غاړه خپل هنر وطنوالو ته وړاندې کوي."

د تیاتر او سینما نامتو لوبغاړي قادر فرخ وویل:

په دې فیسټیوال کې د نارینوو ترڅنګ ښځینه لوبغاړو هم ونډه اخیستې وه.

لینا علم چې پخپله د سینما لوبغاړې ده او د دې فیسټیوال د منځګړيتوب هئیت غړې هم وه د ښځو ګډون ته یې هرکلی وویل.

"زه په مرکز کې ژوند او کار کوم خو دا میرمنې د ولایتونو څخه راغلې. د دوی لیدل ماته انرژي راکوي."

د فیسټوال وروستۍ ورځ د جایزو د ویشلو تر څنګ په سړه هوا کې تر شنه آسمان لاندې د موسیقۍ او اتڼ سره توده ولمانځل شوه.

ورته مطالب