د وزیر اکبر خان پر سړک توغندی لګېدلی

د انځور حقوق .

د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنګي ویلي چې د وزیر اکبر خان پر ۱۴ سړک یو توغندی لګېدلی.

نوموړي ویلي برید کې چا ته مرګژوبله نه ده اوړېدلې.

ښاغلي سالنګي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

"توغندی د وزیر اکبر سیمه کې پر یوې ونې لګېدلی خو د خدای په فضل چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې".

د پېښې نور جزئیات لا مخې ته نه دي راغلي.