'د پوهنې وزارت زرګونه جریبه ځمکې غصب شوې'

د انځور حقوق epa
Image caption د افغانستان د پوهنې وزارت ځمکې په داسې حال کې غصب کېږي چې زیاتره ښوونځي ودانۍ او ښوونکي سر پناه نه لري

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، ولسمشر اشرف غني ته یې د معارف د هغې ۱۰ زره او ۵۵ جریبه ځمکې پر اړه راپور ورکړی، چې یو شمېر دولتي بنسټونو او زورواکانو غصب کړې دي.

ولسمشر غني شاوخوا یوه اونۍ مخکې د ښوونکي پر نړیواله ورځ له غاصبانو وغوښتل چې د پوهنې وزارت ځمکې بېرته وروسپاري.

مصطفی سالک خپل رپوټ کې لیکي، په افغانستان کې د ځمکې د غصب ستونزه خورا لویه ده، په تېر کې یو شمېر خلکو پر حکومت غږ کړی، چې غصب شوې ځمکې یې بېرته راوګرځوي، خو حکومتي بنسټونو به چاته ویل چې زورواکانو یې پر ځمکو خیټه اچول.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د ښوونکي د نړیوالې ورځې د لمانځنې پر مهال پر غاصبانو غږ وکړ چې د پوهنې وزارت ځمکې بېرته وروسپاري.

د یاد شوي وزارت د نشراتو د څانګې مشر کبیر حقمل بي بي سي ته وویل، چې د ولسمشر د همدغه غږ پر بنسټ یې د غصب شویو ځمکو پر اړه راپور چمتو کړاو ولسمشر غني ته یې وسپاره.

ښاغلی حقمل وايي، چې دغه ځمکې په شاوخوا ۱۲ ولایتونو کې لاندې کړل شوې، چې د ولسمشر تر غږ وروسته یې والیانو ته مکتوبونه استول شوي او ترې غوښتل شوي دي چې نیول شوې ځمکې پوهنې وزارت ته وسپاري.

د ښاغلي حقمل په وینا یو شمېر والیانو دا غوښتنه منلې ده.

Image caption ولسمشر غني شاوخوا یوه اونۍ مخکې له غاصبانو وغوښتل چې د پوهنې وزارت ځمکې بېرته وروسپاري

ولسمشر غني له ښوونکو سره ژمنه کړې چې کوم شمېر یې کورونه نه لري په ۶ میاشتو کې به د دې چارې لپاره ځمکې ورکړي.

د پوهنې وزارت وايي، کېدای شي چې تر لاسه شوې ځکمې په همدغه برخه کې وکارول شي.

پوهنې وزارت په خپل جوړښت کې شاوخوا ۲ لکه او ۱۷ زره ښوونکي لري، چې د اړوندو چارواکو په وینا تر دې مهاله یې ۸۰ زرو ته د کورونو جوړلو لپاره ځمکې ورکړې دي.

ورته مطالب