افغانستان په ختېځ کې ۵ ملکي کسان وژل شوي

د انځور حقوق b
Image caption په دغه پېښه کې یو ۱۲ کلن ماشوم هم وژل شوی

د افغانستان په ختېځ کې پنځه کسه د وسله والو په برید کې ووژل شول.

د افغانستان په ختیځ کې د ولسي وګړو په ګاډي د وسله والو په یوه برید کې نن سهار پنځه بجې ۵ کسه ووژل شول او ۲ نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، دغه کسان د خوګیاڼیو ولسوالۍ بایزید خیلو سیمې کې یوې ځايي مېلې ته پر لاره وو، چې د وسله والو کمین سره مخامخ شول.

په دغه پېښه کې یو ۱۲ کلن ماشوم هم وژل شوی.

تر دې دمه د دغې پېښې لامل څرګند نه دی او چا یې هم مسوليت په غاړه نه دی اخیستی.

ننګرهار ولایت کې په وروستیو کې امنیتي پېښې ډېرې شوې.

تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي و، چې د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې د ''القاعدې'' شبکې د یوه قومندان عبدالصمد خنجري پر کور بمبار کې د القاعدې شبکې یو لوړپوړی مشر ابوالبراء الکویتي وژل شوی.

د ملي امنیت په وینا پېښه د روانې تلې پر ۲۶ د نازیانو ولسوالۍ په لعل منډي کې شوې وه.

سرچینې الکویتي د افغانستان په ختيځ کې د ''القاعدې'' شبکې یو جګپوړی مشر بللی، چې په وینا یې د دغې شبکې د اوسني مشر ایمن الظواهري خپلوان هم دی.

ورته مطالب