د جنسي تېري په تور يوه افغان ملا ته د بند شل کاله سزا

هغه افغان ملا ته د بند شل کاله سزا ورکړل شوې ده، چې د روان کال په لومړيو کې د افغانستان د کندز په ولايت کې يې پر يوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېرى کړى و.

په دې اړه د نيويارک ټايمز ورځپاڼې رپوټ وايي نجلۍ په داسې حال کې چې لړزېدله او له سترگو يې اوښکې جاري وې کابل کې د جوړې شوې محکمې پرمهال د ملا په وړاندې بيساري زړورتيا وښودله.

دغه لس کلنه نجلۍ د کندز په ولايت کې جومات ته تللې وه، چې قرانکريم زده کړي، خو د هغې ښوونکي ملا پرې په ډېرې بي رحمۍ جنسي تېرى وکړ.

د ښځو فعالانې وايي جنسي تېرى خورا تاوتريجن و چې له کبله يې نجلۍ سخته ژوبله شوې وه او جراحي عملياتو ته يې اړتيا درلوده.

د محمد امين په نوم دې تورن ملا پر دې اعتراف وکړ،چې له نجلۍ سره يې جنسي عمل کړى ، خو ادعا يې وکړه چې دا کار يې د هغې په رضايت کړى . خو محکمې يې دا ادعا رد کړه.

د ښځو فعالانو نجلې وروسته له هغې د امن کورته ولېږدوله چې خبر شول کورنۍ يي غواړي چې له رسوايۍ د ژغورلو په موخه يې و وژني.

خبريالان وايي دا يو نادره کاردى چې د جنسي تېري يوه قربانۍ عدالت ته رسېږي ځکه وايي په دې هېواد کې د جنسي تېري له قربانيانو سره د زنا کارانو په توگه چلن کېږي چې تر ډېره يې پړه پر قربانيانو اچول کېږي

ورته مطالب