هلمند کې د برتانیا محاربوي عملیاتو پای

د انځور حقوق
Image caption د مراسیمو مشري امریکايي پوځیانو کوله

برتانیا افغانستان کې د خپلې وروستۍ پوځي اډې کنترول افغان ځواکونو ته وسپاره او دې سره له افغانستانه د محاربوي برتانوي پوځیانو وتلو لړۍ وروستي پړاو ته ورسېده.

برتانوي پوځیان له ۲۰۰۱ کاله راهیسې افغانستان کې دېره وو او له ۲۰۰۶ وروسته یې هلمند کې ( کمپ بېسچین ) د مرکزي اډې په توګه کاراوه.

دغه اډه د افغانستان په هلمند ولایت کې موقعیت لري او نژدې ۲۷۰۰ برتانوي پوځیان پکې دېره وو.

تر اوسه افغانستان کې د وژل شویو برتانوي پوځیانو شمېر ۴۵۳ کسانو ته رسېږي. برتاینا اپریل میاشت کې د هلمند قومندې مرکز امریکایانو ته سپارلی و او دا وروستیو میاشتو کې یې ډېری پوځي تجهیزات خپل هېوااد ته لېږلي کېده.

د بي بي سي دفاعي چارو خبریال جوناتهن بیل چې کمپ بېسچین ته ورغلی وايي، د برتانیا بېرغ، چې له ۲۰۰۶ راهیسې پر دغه اډه رپېده اوس له دغې نژدې تشې اډې نه کوز کړل شوی دی.

د نوموړي په وینا دا په ځانګړې توګه د برتانیا لپاره سمبولیک حیثیت لري، چې نور د برتانیا لپاره افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې.

د انځور حقوق AFP
Image caption ۳۰۰ پاتې برتانوي پوځیان به هم ژر له دغه ځایه خپله هېواد ته ستانه شي

د بېرغ کوزولو تشریفاتي مراسیمو کې برتانوي او افغان پوځیانو ګډون درلود او د دریو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول.

د مراسیمو مشري امریکايي پوځیانو کوله او یوازې افغان او امریکايي پوځیانو خبرې وکړې، خو برتانوي پوځیانو وینا و نه کړه. له دې وروسته به افغان ځواکونه دغه جګړه پر مخ بیايي، چې تر اوسه یې نژدې ۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د دغې اډې پرانیستلو پر مهال برتانیا حکومت ویلي و، چې برتانوي پوځیان به هلته د افغانستان بیارغاونې چارو خوندیتوب لپاره کار کوي، خو وروسته دوی طالبانو ضد مبارزې کې ښکېل شول.

دغې اډې ۲۲ میله ( څه باندې ۳۵ کیلومتره ) ساحه په بر کې نیولې او د الوتکو ځغاست کرښه یې یو مهال پنځمه داسې کرښه بلله کېده، چې چاري یې برتانویانو پر مخ بیولې او اوس به ښايي د ملکي الوتنو لپاره کارول کېږي.

دغه پوځي اډې کې یو مهال نژدې لس زره پوځیان دېره وو او برتانویانو د افغانستان سویل کې ۱۳۷ ګرځنده پوځي مرکزونه درلودل.

له دې وروسته به لږ شمېر برتانوي پوځیان کابل کې د برتانیا په مرسته جوړې شوې روزنیزې اکاډیمۍ کې پاتې شي.