سرپټو ځايونو کې پر سګرټو بندیز

د انځور حقوق PA

په سرپټو ځایونو کې د تمباکوو د کارولو د مخنیوي قانون د ډیرو تودو بحثونو او خبرو اترو وروسته پرون د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ کمیسیون تصویب کړ.

په دغه قانون کې دا هم راغلي چې سګرټ او نور هغه توکي چې روغتیا ته زیان اړونکي دي ماشومان نه شي کولای هغه وپلوري.

که څه هم چې دغه قانون تر دې وړاندې ولسي جرګې تصویب کړی و، خو په ځینو برخو کې د مشرانو جرګې ورسره مخالفت څرګند کړی و.

محمود کوچی رپوټ کې لیکي:

دغه قانون چې پنځه څپرکي او پنځه ویشت مادې لري تیر کال د وزیرانو شورا له لوري ولسي جرګې ته واستول شو، خو وروسته بیا د مشرانو جرګې په کې د ځینوبدلونونو غوښتنه وکړه.

د دغه قانون له مخې هغه کسان چې په عامه او سرپټو ځایونو کې سګرټ څکوي له ۳۰۰ نیولې بیا تر زرو افغانیو پورې به جریمه کېږي د دې تر څنګ د سګرټو په واردونکو به حکومتي مالیه پنځوس سلنې ته لوړه شي.

په پام کې ده چې د دغه قانون د پلي کیدو په چاره کې به د کورنیو، عامې روغتیا، مالیې او کرنې وزارتونو او د چاپیریال ساتنې د ادارې له استازو ګډه جرګګۍ هم جوړه شي.

د مشرانو جرګې غړی حضرت شاه نورستانی وايي، چې د دواړو جرګو په ګډه جرګګۍ کې دا پریکړه هم شوې چې د سګرټو تر څنګ به په نصوارو هم ورته بندیزونه ولګول شي.

په افغانستان کې تر ډیره داسې لیدل کېږي چې سګرټ پلورونکي هغه ماشومان دي چې له همدې لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي خو اوس د دغه قانون له مخې هیڅ یو ماشوم نه شي کولای چې په کوڅو او بازارونو کې سګرټ وپلوري.

افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې سګرټ په کې ډېر ارزانه دي.

د دې تر څنګ د تمباکوو چیلم هم ډیر کارونکي لري ، که چیرته د دغه قانون له مخې پر سګرټو یو لړ بندیزونه لګول کیږي ،ښايي تر یوه بریده د سګرټو په څکولو کې کمی راشي ، خو ځیني کتونکي بیا وايي، چې افغان حکومت به د نورو قوانینو د نه پلي کیدو په څیر د دغه قانون د پلي کولو بر مهال هم د یو لړ ننګونو سره مخامخ شي.

داسې هم ویل شوي چې پر قانون د ولسمشر تر لاسلیک وروسته به د دریو میاشتو لپاره خلکو ته پوهاوی ورکول کېږي او تر هغه وروسته به دغه قانون پلی شي.

ورته مطالب