امریکا:‌ د څرخي پله زندان بیارغونه کې ناغیړي شوې

Image caption د څرخي پله د زندان د بیا رغاونې ستونزې یوازې په قراردادي پورې نه دې راټولې

امریکا وايي، د افغانستان تر ټولو لوی د څرخي پله زندان بیا رغونې کار چې پنځه کاله مخکې پیل شوی و، نه دی بشپړ شوی او په نیمايي کې پاتې شوی.

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ "سیګار" د رپوټ په بنسټ د افغانستان د بیا رغونې په ترڅ کې سربیره په دې چې د دغه زندان په بیا رغونه ۱۸،۵ میلیونه ډالره لګیدلي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارې په ټپه درولي.

امریکايي چارواکو ویلي، قراردادي شرکت د شوې هوکړې خلاف د دغه زندان په رغونه کې له نا کاره ودانیزو توکو کار اخیستی.

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ "سیګار" وايي، د څرخي پله زندان چې د ۵۰۰۰ زندانیانو لپاره جوړ شوی اوس په ښه وضعیت کې نه دی د سیګار د یوه تازه رپوټ په بنسټ دمګړۍ په دغه زندان کې ۷۴۰۰ بندیان ساتل کیږي.

د دغه رپورټ پر بنسټ د امریکا دبهرنیو چارو وزارت په ۲۰۰۹ کال کې د څرخي پله د زندان د بیا رغونې په تړاو د الوطن په نوم یوه افغان شرکت سره د ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر تړون لاسلیک شوی و. تر اوسه دغه شرکت ته ۹۱ سلنه پیسې ورکړل شوي خو د زندان نیمايي کار لا نیمګړی پاتې دی.

په رپوټ کې راغلي چې شرکت د ټیټې کچې مواد هغه چې د قرارداد په متن کې نشته کارولي دي، لکه د لرګین بام بدلول په نوي اوسپنیز بام خو اصلاً دا کار نه دی شوی.

په رپورټ کې روښانه ویل شوي چې د څرخي پله د زندان د بیا رغاونې ستونزې یوازې په قراردادي پورې نه دې راټولې، د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت څارونکی چې باید له دغه کاره یې څارنه کړې وای په خپل کار کې پاتې راغلی او په پاې کې په امریکا کې له یو بل قراردادي نه د پیسو د تر لاسه کولو په تور محکوم شوی دی.

د انځور حقوق SIGAR
Image caption دمګړۍد څرخي پله زندان کې ۷۴۰۰ بندیان ساتل کېږي

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري نه غواړي، چې د څرخي پله د زندان په چارو کې له افغان شرکت نه د تړون په تړاو د شوو سرغړونو ارزونه وکړي او د دغه زندان د بیارغاونې چارې وارزوي.

همدا راز په افغانستان کې د شرکتونو د اتحادیې چارواکي وايي دغه شرکت له دوی سره غړیتوب نه لري.

له طالبانو سره د دیارلس کلنې جګړې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د سرتېرو د شمېر تر کمښت وروسته د امریکا د څار اداره په دې هېواد کې د امنیتي او بیا رغاونې بشپړو شویو پروژو ارزونه کوي.

ورته مطالب