"افغانستان به په صادروونکي هېواد بدل کړم"

د انځور حقوق g
Image caption "زه ډاډه یم چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د خونو ترمنځ اړیکي به د سوداګریزو او صنعتي اړیکو په پراختیا کې ګټورې وي"

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چین او افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې په غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه نن (جمعه اکتوبر ۳۱) له غرمې مخکې د ولسمشر د ملګري پلاوي او د افغان او چین د سوداګرو او پانګوالو په ګډون د بیجینګ په ښارکې جوړه شوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل:

"زه ډاډه یم چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د خونو ترمنځ اړیکي به د سوداګریزو او صنعتي اړیکو په پراختیا کې ګټورې وي"

ولسمشر غني زیاته کړه، موخه یې دا ده چې افغانستان په یوه صادروونکي هېواد بدل کړي.

نوموړي په چین کې د افغان سوداګرو د ستونزو حل ته په پاملرنې سره وویل چې د چین له صدراعظم سره په کتنه کې یې د ویزې د ستونزې د حل او افغان سوداګرو ته د ښې کاري فضا د رامنځته کولو موضوع مطرح کړې ده.

په دې غونډه کې د چین د سوداګرو او صنعتکارانو د فدراسیون رییس وانګ کنمن هم خبرې وکړې او د افغانستان او چین د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې د جوړیدو په باب یې معلومات ورکړل.

دغه غونډه د استانبول د غونډو په لړ کې څلورمه ده چې ' افغانستان د آسیا زړه' نوم ورکړل شوی دی

نن (جمعه اکتوبر ۳۱) چین ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر وروستۍ ورځ ده.

چين افغانستان کې پانګونې ته چمتو دی

تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له ليدو وروسته د چین لومړي وزیر لي کې چیانګ وویل، هېواد یې د افغانستان زیر بنا جوړولو ته لېواله دی او غواړي چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ، لویو لارو، د اوبو سرچینو په خوندي ساتلو او د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.

د چین د شینهوا رسمي دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې د چین لومړي وزیر ښاغلي احمدزي ته ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې له نړیوالې ټولنې سره اوږه په اوږه په افغانستان کې د سولې ټینګښت او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

ولسمشر غني چین ته په خپل لومړي څلور ورځني رسمي سفر کې دواړو خوا په سیاسي او اقتصادي برخه کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه هوکړه لیکونه دچین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ښاغلي احمدزي له لیدلو وروسته لاسلیک شول.

سر بیره پر دې د چین ولسمشر جین پینګ په دغه لیدنه کې د روان زیږدیز کال تر پایه د ۵۰۰ میلیونو یوان مرستې وعده کړې او ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه مرسته تر یونیم میلیارد یوان ته لوړه شي.

هغه دغه راز ویلي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان ته ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي او په راتلونکو پینځو کلونو کې به درې زره افغانان په مسلکي برخو کې وروزي.

ورته مطالب