' د مېرمن غني څرګندونې له متن سره ټکر کې خپرې شوې '

د انځور حقوق AFP

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په فرانسه کې د نقاب د منع په اړه، د افغانستان د لومړۍ مېرمنې رولا غني څرګندونې د مرکې له اصلي متن سره، چې په فرانسوي ژبه ترسره شوې دی، په بشپړ ټکر کې خپرې شوې دي.

د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي مېرمنې رولا غني له دې مخکې د فرانسې له خبري اېجنسۍ سره خبرو کې ويلي د فرانسې له دې تګلارې سره' همغږې ده'، چې د ښځو لپاره يې پر نقاب بنديز لګولی دی.

فرانسې په ۲۰۱۱ کال کې د ښځو لپاره په عمومي ځايونې کې د مخ پر بشپړې پټونې بنديز ولګاوه، چې په دغه هېواد کې یې د مذهبي ازاديو او له ټولنيزې همغږۍ سره د سمون يا توپير په اړه ډېر بحثونه راپورته کړل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه مرکه کې چې په فرانسوي ژبه ترسره شوې ده، د لومړۍ مېرمنې اصلي هدف دا دی، کله چې نوموړې ۴۰ کاله مخکې په فرانسه کې زده کړې کولې، ګڼ شمېر ښځو ټيکري په سر کول او هېچا ورسره ستونزه نه لرله.

Image caption مېرمن غني وايي، غواړي د افغان مېرمنو لاسنیوی وکړي

په افغانستان کې هم د ښځو ترمنځ د بورکې پر سرول دود دي، او د کابل په څېر لويو ښارونو کې هم ډېری ښځې یې پر سروي او اغوندي، خو مېرمن غني دې مسئلې ته اشاره نه ده کړې.

مېرمن غني ويلي غواړي د افغان ښځو لاسنیوی وکړي، چې په ټولنه کې خپل ريښتيني او وړ ځای ته ورسېدی شي.

رولا غني له دې مخکې له بي بي سي سره خبرو کې ويلي وو، پر هغو ننګونو چې په افغان ټولنه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې ورسره مخامخ ده، پوهېږي او خبره ده، خو غواړي کله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پرېږدي ميراث او پرې ايښی اغېز يې دا وي چې افغان مېرمنې د نړۍ هر بل ځای په څېر له درناوي او ازادۍ برخمنې وي.

مېرمن غني د ۱۹۶۰ مې لسيزې وروستيو کې د پاريس د پو ساينس پوهنتون زده کوونکې او بيا يې په بيروت کې د فرانس پرېس خبري اېجنسۍ لپاره کار هم کړی و.