لوګر کې موټر بم چاودنه، نهه افغان سرتېري وژل شوي

Image caption لوګر کې دا وروستیو کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ کې نن ( شنبه - لړم لسمه ) غرمه نژدې دوولس بجې د محلي پولیسو پر یوې پوستې موټر بم برید شوی، چې پایله کې یې شپږ محلي پولیس او د افغان ملي پوځ درې منصوبین وژل شوي دي.

د لوګر والي ویاند دین محمد دروېش بي بي سي ته وویل پېښه کې نژدې ۲۰ ملکي کسان هم ټپیان دي، چې وايي شپږ کسه پکې ماشومان دي.

د ښاغلي دروېش په وینا د چاودنې له کبله درې کورونو او یوه جومات ته هم زیان اوښتی، چې وايي ټپیان شوي ملکي کسان په دغه جومات او کورونو کې د چاودنې پر مهال موجود وو.

د نوموړي په وینا د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

بريد نن غرمه مهال د پولیسو پر هغه پوسته شوی چې شا او خوا يې د اوسيدو کورونه وو.

ځايي چارواکي وايي په ټپیانو کې د ځينو هغو روغتيايي حالت د انديښنې وړ و چې کابل ته ليږدول شوي دي.

د بريد مسوليت وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستی

لوګر د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت ولایت دی، چې دا وروستیو کې پکې د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.

د تېرې اکتوبر میاشتې په نیمايي کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د یاد ولایت پر څرخ ولسوالۍ پراخ برید وکړ، چې د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیتي پوستو هممهاله پیل شو.

د ځايي چارواکو په وینا هغه برید کې سلګونو وسله والو برخه درلوده، چې په وینا یې دواړو لوریو ته پکې مرګژوبله هم واوښته، خو هغه مهال چارواکو د تلفاتو کره شمېرو په اړه څه نه و نه ویل.

.