سعودي چارواکي به افغان کارګرو ته د کار جواز ورکړي

د انځور حقوق pass
Image caption د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د کار ویزې ورکولو مسوده بشپړه شوې علي افتخاري

په پام کې ده چې له ۳۶ کاله ځنډ وروسته د سعودي عربستان چارواکي افغانانو ته د کار جواز ورکړي.

همدا اوس شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان د نورو هېوادونو په پاسپورټونو او په ځانګړې توګه د پاکستاني پاسپورټ په لرلو په دغه هېواد کې په کار بوخت دي، ځکه له ۱۳۵۷ کال راهیسې افغانانو ته د افغانستان په پاسپورټ د کار لپاره ویزه نه ورکول کېږي.

د افغانستان د کار او ټولنیز چارو وزارت وايي افغانانو ته د افغانستان پاسپورټ په لرلو سره د سعودي عربستان د ویزې ورکولو هوکړه لیک چمتو دی.

له کابله سمیع الله موسی زي په خپل رپوټ کې کاږي، چې که څه هم په تېرو څو کلونو کې په سعودي عربستان کې ګڼ شمېر افغان کارګرانو ته د افغانستان پاسپورټونه ویشل شوي خو ویل کېږي چې لا هم سلګونه زره افغانان په دغه هېواد کې د د نورو هیوادونو په تېره بیا د پاکستاني پاسپورټونو په لرلو سره په کار بوخت دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په یوه خبري غونډه کې سعودي عربستان ته د خپل سفر په اړه وویل، سعودي چارواکو ژمنه کړې چې د افغان کارګرانو ستونزې به ډېر ژر هوارې شی.

'د اټکل له مخې زموږ په ورور هېواد سعودي عربستان کې شاوخوا درې سوه زره افغانان د نورو هېوادونو د پاسپورټونو په لرلو سره په کار بوخت دي او د دې لوی لامل دا دی چې د ثور له کودتا تر اوسه سعودي عربستان افغان کارګرانو ته له افغانستانه مستقیماً د ورتګ اجازه نه ده ورکړې، زموږ تمرکز پر همدې ستونزې دی. '

افغان اقتصاد ته زیان

افغان چارواکي وايي دا چې افغانان د پاکستاني پاسپوروټ په لرلو سره په سعودي عربستان کې کار کوي نه یوازې دا چې د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي، بلکې وايي خپله کارګران یې هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي، ځکه دوی باید پاکستان حکومت ته پیسې ورکړي او له هېواده بهر د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره لاړ شي. دغه راز دوی نه شي کولی چې خپل هېواد ته مستقیماً سفر وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي له څو میاشتو راهیسې د سعودي عربستان له چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې وې. د دغه وزارت ویاند علی افتخاري وايي د هغې هوکړې مسوده چې له مخې یې باید سعودي عربستان افغانانو ته د افغانستان پاسپورټ په لرلو سره د کار ویزه ورکړي بشپړه شوې.

'مسوده یې بشپړه ده او په لاسلیک کولو سره به یې دوې ستونزې هوارې شي، یوه دا چې هغو افغان کارګرانو ته چې پاکستاني پاسپورټونه لري افغاني پاسپورټونه ورکړل شي او بله دا چې افغان کارګرانو ته به مستقیماً د کار ویزه ورکړله شي.'

نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه خلیجي هېوادونو ته د افغان کارګرانو د استولو خبره نوې نه ده، مخکنې حکومت هم په دې برخه کې هڅې کړي. له قطر سره یوه هوکړه لیک هم لاسلیک شو خو پلي شوی نه دی. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي په قطر کې د افغانستان په سفارت کې د کارګرۍ د آتشې نشتوالی د دغه هوکړه لیک د نه عملي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی.

' هغه کسان چې په سفارت کې کار کوي نورې دندې لري هغوی په لومړي ګام کې خپل مسوولیتونه ترسره کوي له هغه وروسته د نورو ارګانونو کارونه کوي، که په نورو هېوادونو او په تېره په عربي هېوادونو کې د کارګرۍ اتشې رامنځته نه شي، بې له شکه له ستونزو سره به مخامخ یو.'

ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې د افغان کډوالو او په نورو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د وضعیت د ښه کولو لپاره به ډېر پام وکړي. ښاغلی اشرف غني ویلي په بهر کې مېشت افغانان د هېواد په اقتصادي وده کې لوی رول لري او د سلګونه زره کورنیو اقتصادي وضعیت د همدی په بهر کې مېشت افغان کارګرو پورې تړاو لري.