'سوداګریزو اعلانونو کې د ښځو څېرې مه ښیئ'

Image caption دغه سوداګریز اعلانونه ښونیزه بڼه نه لري او فساد ته لاره هواروي

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت له ټولو سیمه ییزو رسنیو په کلکه غوښتي چې په سوداګریزو اعلانونو کې دې د ښځو څیرې نه ښيي، د وزارت په وینا په دې توګه د میرمنو له څیرو نه ناوړه ګټه پورته کېږي.

خو مدني فعالان بیا دغه څه په افغانستان کې د نافذه قوانینو سره په ټکر کې بولي او وايي، چې دغه بندیزونه د رسنیو له قانون سره اړخ نه لګوي.

زمزمه نیازۍ خپل رپوټ کې لیکي: ډیری کورني او بهرني شرکتونه او فابریکې د خپلو اعلانونو لپاره میرمنې ټاکي چې په دې ورستیو کې د ښځو څرګندیدل به دغو اعلانونو کې ډېرشویدي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت وایي، په دغه کار له ښځېنو څخه د عایداتو او د اعلان د وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیاله سیمن حسن زاده وایي، دغه سوداګریز اعلانونه ښونیزه بڼه نه لري او فساد ته لاره هواروي.

خو د مدني ټولنې غړې هوسۍ وردک دغه کړنه نا سمه بولي او وایي، هغه اعلانونه چې د میرمنو له خوا ترسره کېږي افغاني او اسلامي ارزښتونو ته په پام کې خپرېږي او د هغې له نظره دا هغه څه دي چې په ټولنه او په ځانګړي ډول په کورنیو کې هم تر سترګو کېږي.

که څه هم چې تر دې وړاندې د ملي شورا په دواړو جرګو کې په وار وار دغه شان غوښتنې شوي او پر دغو اعلانونو یې د بندیز لګولو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارښتنې هم کړې خو دا لومړی ځل دی چې اطلاعاتو کلتور وزارت د دا ډول سوداګریزو اعلانونو د نه خپریدو خبره کوي. وړاندې تر دې دغه وزارت له سیمیزو رسنیو غوښتي وه چې هندي او ترکي سریالونه دې نه خپروي.

په افغانستان کې ډېرې رسنۍ خپل مالي لګښت له همدغو سوداګریزو اعلانونو پوره کوي.

د انځور حقوق b
Image caption په دغه کار له ښځېنو څخه د عایداتو او د اعلان د وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي

د اطلاعاتو کلتور وزارت وایي، ټولو انځوریزو رسنیو ته یې په کلکو ټکو ویلي، چې له دې وروسته دې د دغه شان اعلانونو له خپراوی ډډه وکړي، له هغې پرته د دغه وزارت د سرچینو په وینا چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند کوي.

ورته مطالب