"د بدخشان پېښې مجرمين به د قانون منګولو ته وسپارل شي"

Image caption جهانګیر وایي دا چې په کندوز کې د همدغو جنسی تیري کوونکو له خوا د مرګ ګواښ ورته کیده کابل ته راکډه شوی

د افغانستان په بدخشان ولایت کې پر یوې میرمنې د ډله ییز جنسي تیري پیښه اته کاله وروسته له سره څېړل کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغې پېښې د قرباني مېرمنې له خاوند سره ټیلفوني خبرې کړي او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی چې عدالت په پلې کوي.

د زیبا نومې مېرمنې کیسه له درده ډکه ده.

د نوموړې په وینا اته کاله وړاندې د زورواکو وسلوالو کسانو له خوا پرې ډله ییز جنسي تیری وشو.

زیبا وايي کله یې چې خاوند په کور کې نه و او نوموړې په کور کې یواځې وه اته کسان یې کور ته ورغلل.

د دې له ډېرو زاریو او فریادونو وروسته وايي، له دغې اته کسیزې ډلې یو کس د دوی له کوره بهر ووت، خو وايي اوون نورو کسانو پرې ډله ییز جنسي تیری وکړ.

نوموړې وایې که هر څو یې له ځانه دفاع کوله او غوښتل یې چې د تیري کوونکو نه ځان وژغوري خو وايي ونه توانېده.

دغه پېښه د بدخشان په لویې ښار ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې بیا وروسته د ګواښونو له کبله زیبا له خپلې کورنۍ سره له دغه ځایه کندوز ته کډه شوه.

د زیبا خاوند جهانګیر چې د میرمنې له دې حالته زوریږي وایي شاوخوا دیارلسو عدلي ادارو ته ورغلی خو تر دې دمه ورسره انصاف نه دی شوی.

نوموړی اوس مهال له خپلو ماشومانو سره پلازمینې کابل کې اوسیږي.

جهانګیر وایي دا چې په کندوز کې د همدغو جنسی تیري کوونکو له خوا د مرګ ګواښ ورته کیده کابل ته راکډه شوی.

د جهانګیر په وینا د تیري کوونکو له ډلې دوه تنه یې زنداني شوي او یو شمېر یې ګاونډیو هیوادونو ته په تیښته بریالي شوي.

زیبا له نوي حکومته غواړي چې مجرمانو ته دې سزا ورکړل شي.

بل لور ته ولسمشر محمد اشرف غني د زیبا خاوند سره په ټیلفوني خبرو کې نوموړي ته ډاډ ورکړ چې دغه پیښه به له سره وڅېړل شي او عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ډله یيز جنسي تیري پیښې په افغانستان کې نوې خبره نه ده خو د پغمان ډله یيز جنسي تیري کونکو ته د اعدام سزا د ډیرو په زړونو کې عدالت ته هیلې پیدا کړي.

ورته مطالب