د ناټو نوي مشر له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ

Image caption ناروېژی جېنز سټالټنبرګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ناټو سرمنشي وټاکل شو

د ناټو نوی سرمنشي جېنز سټالټنبرګ کابل ته په دوه ورځني سفر راغلی. ښاغلی سټالټنبرګ د پلازمېنې کابل لوېدېځ کې د ناټو په مشرۍ د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې یوه مرکز، کمپ موري هیډ ته ورغلی و.

سټالټنبرګ، چې د ناروې پخوانی لومړی وزیر دی، افغان پوځیانو ته یې وینا وکړه او د سږ کال پای کې یې له افغانستانه د دغه سازمان د محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو ژمنه تکرار کړه.

دا په افغانستان کې د نوي حکومت له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د ښاغلي سټالټنبرګ لومړی سفر دی.

نوموړی به تر دوه ورځو په افغانستان کې وي او د خپل سفر په ترڅ کې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایوي مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د افغانستان نوي ولسمشر محمد اشرف غني له ټاکل کېدو وروسته په دویمه ورځ امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

دوه اړخیزه امنیتي تړون له ډیر وخت راهیسې لانجمنه موضوع وه او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یې لاسلیک نوي حکومت ته پرې ايښی و.

د امنیت تړون ارزښت

په امنیتي برخه کې دا سند خورا مهم دی او امريکا ته به اجازه ورکړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم يوشمېر ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.

که څه هم په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر لا کره نه دی، خو ويل کېږي شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتېري به يې دغلته پاتې شي.

په دغه تړون له تېرو دوو کلونو راهيسې خبرې روانې وې، چې په پايله کې مشورتي لويې جرګې په پراخ اکثريت تاييد کړ.

امريکا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون نه وي امريکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

د امنيتي تړون يوه تر ټولو لانجمنه موضوع په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو قضايي مصونيت و، چې افغان لوري هڅه کوله دغه مصونيت و نه مني، خو امريکا تر پايه پرې ټينګار وکړ.

هغه هېوادونه چې افغانستان د همکارۍ تړونونه ورسره لري:

هېواد د تړون ډول نېټه
هند د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژيکې همکارۍ تړون ۴ اکتوبر ۲۰۱۱
چین د افغانستان او چین ترمنځ د مشارکت د جوړېدو او ستراتیژيکې همکارۍ تړون ۸ جون ۲۰۱۲
اسټرالیا د افغانستان او اسټرالیا تر منځ اوږدمهاله ستراتيژیکه همکاري ۲۰ می ۲۰۱۲
جرمني د افغانستان او جرمني ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ موافقه لیک ۱۶ می ۲۰۱۲
امریکا د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږدمهال ستراتيژیکو همکاریو موافقه ۲۰۱۲

.