په کابل کې ۲۴ فابريکې جوړیږي

Image caption نړیوال بانک پخپل تازه رپورټ کې افغانستان په اسیا کې د پانګونې په برخه کې تر ټولو بد او په نړۍ کې اووم بد هیواد بللی

په پام کې ده چې په راتلونکي یوه کال کې په کابل کې د خوراکي توکو او پلاستیک جوړونې ۲۴ نور کار ځایونه د کابل په بګرامیو کې جوړ شي.

دغه کار ځایونه به د۴۰ میليونو ډالرو په پانګونه خپل کار پیل کړي، په لومړي پړاو کې دغلته ۳۳ کارځایونه جوړ شوي وو.

نعمت الله کریاب په خپل رپوټ کې لیکي: لسګونه افغان سوداګر د کابل په ختیځه صنعتې ځمکه بګرامیو کې راټول شوي وو، چې یوه ارزښتناکه اقتصادي پروژه پرانیزي.

د یوه پخواني افغان وزیر جمعه محمد محمدي په نوم دغه صنعتي پارک باید اته کاله وړاندې ګټه اخیستو ته چمتو شوی وی.

خو د ځمکې د ملکیت پر سر دعوو دنګلو ېې چارې پر څټ کړې وې.

د بګرامیو صنعتي پارک ۵۵ جریبه ځمکه لري، تمه کېږي چې دغلته د خوراکي توکو او پلاستیک جوړوونې د ۲۴ کار ځایونه جوړ شي.

لا هم په دغه صنعتي پارک کې پانګوال او د کار ځایونو خاوندان د ځمکې او نورو اړینو امکاناتو له نشتوالي سر ټکوي.

شیر باز کمینزاده د افغان صنعت کارانو د ټولنې مشر له حکومت نه غواړي چې هیواد ته د ټیټې کچې توکو د راوړلو مخه ونیسي.

دی باور لري چې په دغه کار سره به د افغان پانګوالو لاسنیوی شوی وي.

د شمیرو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ تولیدي شرکتونو د کار اجازې تر لاسه کړې خو د ناامنیو، خراب اقتصاد او د حکومت له لوري د پانګونو، نه ملاتړ د دغو شرکتونو نیمايي کار پریښودو او د کار ځایونو پارچاویدو ته اړ کړي.

نړیوال بانک پخپل تازه رپورټ کې افغانستان په اسیا کې د پانګونې په برخه کې تر ټولو بد او په نړۍ کې اووم بد هیواد بللی.

ورته مطالب