"تر دوه میاشتو به د ناټو جګړه اییز ماموریت پای ته ورسي"

د انځور حقوق AP
Image caption دا په افغانستان کې د نوي حکومت له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د ښاغلي سټالټنبرګ لومړی سفر دی

د ناټو سر منشي نن کابل ته راغی او یو ځل بیا یې په دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو جګړییز ماموریت پای ته رسیږي.

نوموړي وویل، له دغه وروسته به د مرستې او ملاتړ نوې څپه پیل شي، چې په کې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې ورکول، سمبالښت او مالي ملاتړ راځي.

جېنز استولتنبرګ افغان ولسمشر ته په یوه خبري غونډه کې وویل، د ناټو د جګړیز ماموریت پاې ته رسېدو مانا داده، چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او نور په دغه هېواد کې د ترهګرو لپاره خوندي ځایونه نه شته.

د ناټو سر منشي د پنجشنبې (نومبر ۶) په ګهیځ له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.

دا د نوي افغان حکومت د کار له پیله وروسته د ناټو د سرمنشي په توګه د جېنز سټالټنبرګ لومړی سفر دی.

نوموړي د افغانستان ولسمشر اشرف غني سره ګډې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ناټو د۵۰ نه د ډېرو هېوادونو ګډ ماموریت د ناټو د غړو لوی ایتلاف ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد ټولې امنیتي چارې پر غاړه واخلي او ناټوه ډاډه ده چې افغان ځواکونه دغې دندې ته چمتو دي.

د ناټو سر منشي افغان ولسمشر او د هغه اجرايي رییس ته د ناټو د غړو هېوادونو د وزیرانو غونډې ته، چې د دسامبر به دویمه نېټه تر سره کېږي، د ګډون بلنه ورکړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه غونډه کې وویل، د ناټو د مرستو دویم پړاو به د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسیدو وروسته پیل شي.

د انځور حقوق AP
Image caption اشرف غني وویل:"د ملي وحدت حکومت ټینګه اراده لري چې باید افغانستان کې سوله راشي او په راتلونکي میاشتو کې به موږ په تدبیر او تدریج سره دغه ملي هدف تر لاسه کړو."

افغان ولسمشر په خواشینۍ سره وویل، چې لا هم له مالي پلوه د خپلو امنیتي ځواکونو د سمبالولو وس نه لري. خو ډاډ یې وښود چې د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا سره به د افغانستان امنیتي ځواکونو بودیجه له خپلو کورنیو سرچینو پوره کړي. همدارنګه په دغه خبري غونډه کې اشرف غني وویل:"د ملي وحدت حکومت ټینګه اراده لري چې باید افغانستان کې سوله راشي او په راتلونکي میاشتو کې به موږ په تدبیر او تدریج سره دغه ملي هدف تر لاسه کړو."

د افغانستان ملي یووالي حکومت د خپل کار په دویمه ورځ له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

د پرېکړې له مخې په افغانستان کې پاتې کېدونکو ناټو سرتېرو شمېر به له ۴ تر ۵ زرو پورې وي چې اصلي دنده به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان ځواکونو ته مشوره ورکول او له دوی نه ملاتړ کول وي.

که څه هم په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر لا کره نه دی، خو ويل کېږي شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتېري به يې دغلته پاتې شي.

ورته مطالب